Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > داروپا له کومو هیوادونو ترټولو زیاته پناه چا غوښتې  

AgoNews: داروپا له کومو هیوادونو ترټولو زیاته پناه چا غوښتې

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

داروپا له کومو هیوادونو ترټولو زیاته پناه چا غوښتې

منبع

تاند

تاریخ

4/20/2025 12:00 AM

شرح

 
 
 
 

داروپايي اتحادیې احصایې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې، په دې اتحادیه کې دپناه غوښتنو شمېر تر یو میلیون کم شوی دی.

په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، داروپايي اتحادیې په غړو هېوادونو کې دپناه غوښتونکو شمېر په لومړی ځل ۹۱۲ زرو کسانو ته راټیټ شوی، چې دا دتیرکال پرتله ۱۳ سلنه کم دی.

سوریان تر ټولو لویه ډله پناه غوښتونکي وو، چې له ۱۴۸ زرو نوو غوښتنو سره یې د ټولې اتحادیې ۱۶ سلنه جوړوله. تر سوریانو وروسته، ونزویلایان (نژدې ۷۳ زره غوښتنې) او افغانان (شاوخوا ۷۲ زره غوښتنې) په دوهم او درېیم ځای کې وو.

دراپور له مخې، دپناه غوښتنو په دې شمېر کې ۳۶ زره بې‌سرپرسته ماشومان هم شامل وو، چې زیاتره یې دسوریې (۳۲٪)، افغانستان (۱۶٪) او مصر (۸٪) وو.