دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار پرون (شنبې) په کابل کې دطالبانو له مشرانو سره دامنیت، سوداګرۍ، ترانزیت او دخلکو ترمنځ داړیکو په برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ دزیاتولو په اړه خبرې وکړې.
پاکستاني رسنیو دخپل هیواد دباندنیو چارو وزارت پر اساس راپور ورکړ چې اسحاق ډار دافغانستان له سرپرست صدراعظم ملا محمد حسن اخوند او دبهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره ولیدل. په دې کتنو کې دواړو خواوو ددوه اړخیزو ګټو اړوند مسایل وڅېړل. دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د خبرو تمرکز دسیمې پر امنیت، د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراخوالي او دسرحدي اړیکو پر پیاوړتیا وو.
اسحاق ډار ټینګار وکړ چې دشخړو، په ځانګړې توګه دسرحدي مدیریت او امنیت اړوند مسلو حل کول ډېر ضروري دي، چې دسیمې دسوداګرۍ او اتصال لپاره لاره هواره شي. نوموړي زیاته کړه: «پاکستان دورور هیواد افغانستان پرمختګ او هوساینه غواړي.» دواړو هیوادونو دخلکو ترمنځ داړیکو پر پیاوړتیا او دداسې چاپېریال پر رامنځته کولو توافق وکړ چې دسیمهییزې سولې او ګډې سوکالۍ ملاتړ وکړي. دواړو لوریو ژمنه وکړه چې دباور جوړونې او همکارۍ دژورولو لپاره به دلوړې کچې تماسونو ته دوام ورکوي. کله چې اسحاق ډار دکابل دبهرنیو چارو وزارت ته ورسېد، نو دطالبانو دبهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یې هرکلي وکړ. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې دسیاسي او اقتصادي اړیکو دلاپیاوړتیا لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي. په همدې حال کې دافغانستان دباندنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي دپاکستان دباندنیو چارو وزیر ته وویل چې دافغان کډوالو دبشري حقونو دسرغړونو مخه دې ونیول شي.
پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې له افغان کډوالو سره به ښه چلند کېږي او دهغوی جایدادونه او مالونه خوندي دي. دناستې په پای کې دواړو خواوو دګډو کمېټو پر جوړولو او دستونزو دحل لپاره پر مؤثرو لارو چارو هوکړه کړې. همداراز ښاغلي اسحاق ډار مولوي امیر خان متقي ته پاکستان ته درسمي سفر بلنه ورکړې. پاکستان دطالبانو، ملګروملتو او دبشري حقونو دسازمانونو له غوښتنو سره سره د افغان کډوالو جبري ایستلو ته دوام ورکړی او یوازې یې په تېرو ۱۸ ورځو کې ۸۰ زره کډوال افغانستان ته استولي دي.