د ۲۰۲۵ کال داپرېل په ۸مه نېټه، دروسیې دترانسپورت وزارت عملاً دترانس - افغان ریلګاډي پروژې دپلي کېدو اعلان وکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددواړو هېوادونو تخنیکي متخصصان به ډېر ژر ددې پروژې دفزیبیلیټي ستډي (امکانسنجۍ مطالعې) دچمتو کولو کار پیل کړي.
په دوو لارو هوکړه شوې ده: مزارشریف -هرات - دلارام - کندهار- چمن او ترمذ - نایب آباد- لوګر- خرلاچي. دویمه لاره (ترمذ-لوګر-خرلاچي) هغه ده چې د«کابل دهلېز» په نوم هم یادېږي (او همداراز دترمذ – مزارشریف –کابل – پېښور ریل ګاډي پروژه بلل کېږي) چې ازبکستان په ۲۰۱۸ کال کې پیل کړې وه. دلومړنیو هوکړو له مخې، ټاکل شوې وه چې دریل ګاډي دجوړېدو کار دازبکستان له پولې تر پاکستانه د ۲۰۲۱ کال په مني کې پیل شي، خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، دا بهیر ځنډېدلی و. طالبان بیا ژر له تاشکند سره خبرې پیل کړې او دکابل دهلېز دجوړولو ترڅنګ یې دمزارشریف – هرات – کندهار د ۱۴۶۸ کیلومتره اورګاډي دجوړېدو اعلان هم وکړ. دا لاره دمسکو او نوې ډیلي ترمنځ ترټولو لنډه ده. دا به یوه بله بدیله تجارتي لار وي چې دافغانستان دفراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې په هند سمندر کې دپاکستان بندرونو ته رسېږي. دروسیې دترانسپورت وزارت په یوه تازه راپور کې دا لاره دمزارشریف – هرات – دلآرام – کندهار– چمن په توګه یادې شوې ده.
د«کندهار دهلېز» نظریه له هغې مفکورې سره همغږې ده چې ترکمنستان او قزاقستان یې له څو کلونو راهیسې د«تورغونډۍ – هرات – کندهار– سپین بولدک»ریللارې په نوم پر مخ وړي. د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر میاشت کې، عشق آباد دتورغونډۍ له تمځای څخه تر هراته دریل لارې دلومړۍ برخې دجوړېدو کار پیل کړ. تردې وړاندې داسې ښکارېده چې ازبکستان او ترکمنستان هر یو له افغانستان سره جلا جلا ټرانسپورتي پروژې پلې کوي، خو دا موضوع خپل مهم ابعاد لري، چې تر ټولو مهم یې دروسیې زیاتېدونکی فعالیت دی. مسکو د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې څو ځله اعلان وکړ چې غواړي هم دترکمنستان له لارې (لوېدیځه لاره) او هم دازبکستان له لارې (ختیځه لاره) ریل لار افغانستان ته وغځوي. ددې موخه دا ده چې دروسیې مهمه پروژه، یعنې دنړیوال شمال - جنوب ترانسپورتي دهلېز (INSTC) تر پاکستانه وغځوي.
د ۲۰۲۴ په دسمبر کې راپور ورکړل شو چې روسیه به دترانس - افغان ریل لارې دامکان سنجۍ مطالعاتو په چمتو کولو کې برخه واخلي، خو دا معلومه نه وه چې کومه لاره به عملي کېږي. دروسیې او ازبکستان ګډ مشارکت هم پوښتنې راپورته کړې دي. تراوسه دا نه ده څرګنده چې د«ADL Ulanish» په نوم دازبکستان – اماراتو ګډ شرکت لاهم مالي ګډون لري او که نه. ځکه د ۲۰۲۴ کال دفبرورۍ په ۱۹مه دافغانستان او ازبکستان دحکومتونو ترمنځ په شوې هوکړه کې دا شرکت دکابل دهلېز دامکانسنجۍ مسوول بلل شوی و. وروسته بیا، دروسیې په غوښتنه، دروسیې دریل لارو دولتي شرکت (RZD) هم مالي مشارکت ته داخل شو. د ۲۰۲۵ په فبرورۍ کې، دطالبانو داقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر دیو پلاوي په مشرۍ تاشکند ته سفر وکړ. له سفر وروسته برادر وویل چې ازبکستان چمتو دی چې دحیرتان – هرات ریل لاره وغځوي، دا هغه پروژه ده چې تاشکند په ۲۰۱۷ کې ځنډولې وه. همداراز، دوی دامکان سنجۍ دلومړنيو مطالعاتو دتمویل ژمنه هم وکړه. دا پرمختګ ښيي چې ازبکستان ښايي دکندهار دهلېز ترڅنګ دکابل دهلېز، په پروژه کې هم برخه واخلي.
دکندهار له لارې دریل ګاډي لاره کولی شي هم پاکستان ته ورسي، هم ایران ته. له ۲۰۲۰ کال راهیسې، ایران دچابهار– زاهدان دریللارې دجوړېدو کار پیل کړی دی، او غواړي چې دا لاره دافغانستان دنیمروز ولایت تر پولې وغځوي، او له هغه ځایه یې بیا دلآرام او کندهار ته ورسوي. دا پروژه به ایران ته دافغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته یوه بله لاره ورکړي، ترڅنګ یې دخواف –هرات ریل لار او هغه ترانزیټي لارې چې دترکمنستان له لارې تېرېږي. دا موضوع هند ته خورا مهمه ده، ځکه هند دچابهار بندر او د ایران دسړکونو دزېربناوو دعصري کېدو په پروژو کې فعاله ونډه لري. که چیرې ازبکستان خپل تمرکز دمزارشریف–هرات–دلآرام–کندهار–چمن پر لوري واړوي، نو دهند لپاره منځنۍ آسیا ته د رسېدو لاره به نوره هم عملي بڼه غوره کړي. د پاکستان د امنیتي خطرونو زیاتوالی او دافغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتېدا هم ښايي تاشکند او د هغه بهرني شریکان دې ته وهڅوي چې د ترانس-افغان تګلاره بدله کړي او د کندهار دهلېز ته ترجیح ورکړي. له دې پلوه، دا به منطقي وي چې یوه داسې ترانزیتي لاره غوره شي چې د پاکستان هغو سیمو ته ورسي چې سمندر ته نژدې دي.
تر اوسه ازبکستان تر هرات پورې د حیرتان–مزارشریف ریللارې د غځولو او له هغه ځایه بیا د پاکستان د بلوچستان صوبې چمن ته د رسولو په اړه کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی. دا هم نه ده معلومه چې د دې نوې پروژې د مالي تمویل لپاره کوم هېوادونه یا سازمانونه په پام کې نیول شوي دي. همداراز، دا هم روښانه نه ده چې ایا د کابل دهلېز (د ترمذ–نایبآباد–لوګر–خرلاچۍ لاره) د پلي کېدو په چوکاټ کې د یو مالي کنسورشیم د جوړولو مفکوره چې متحده عربي اماراتو او قطر پکې د ګډون تمه لرله، لا هم اعتبار لري او که نه، او که دغه هېوادونه به د کندهار دهلېز په تمویل کې هم برخه واخلي.