Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر دشنبې په ورځ کابل ته سفر کوي  

AgoNews: دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر دشنبې په ورځ کابل ته سفر کوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر دشنبې په ورځ کابل ته سفر کوي

منبع

تاند

تاریخ

4/19/2025 12:00 AM

شرح

 

دپاکستان دباندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) وویل چې ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحاق ډار به دشنبې په ورځ په یوه ورځني سفر کابل ته لاړ شي.

دغه وزارت کابل ته د ښاغلي ډار دسفر موخه دافغانستان او پاکستان ترمنځ ددوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړتیا بللې ده. کابل ته دپاکستان دباندنیو چارو وزیر سفر وروسته له هغې اعلان شو چې دروانې اونۍ په اوږدو کې دپاکستان او افغانستان دهمغږۍ ګډې کمېټې په کابل کې غونډه وکړه.

دنیوز دراپور له مخې، دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې اسحاق ډار به له یوه جګپوړي پلاوي سره دافغانستان دبهرنیو چارو دسرپرست وزیر، امیرخان متقي په بلنه کابل ته لاړ شي. دسفر په ترڅ کې به نوموړی دطالبانو دحکومت له رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، داقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر او دبهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وویني او دپلاوي په کچه خبرې اترې وکړي.

ویاند زیاته کړې: «په دغو خبرو اترو کې به دپاکستان او افغانستان داړیکو پر ټولو اړخونو غور او بحث وشي، په تېره بیا به دامنیت، سوداګرۍ، اتصال (لویو لارو، ترانزیت او نورو) او دخلکو ترمنځ اړیکو ته ځانګړې پاملرنه وشي.» نوموړي دا هم ویلي چې داسحاق ډار سفر ددې ښکارندويي کوي چې پاکستان له کابل سره دوامداره تعامل ته ژمن دی. پاکستاني رسنیو تمه ښکاره کړې ددغه هیواد دباندنیو چارو وزیر سفر به ددواړو هېوادونو ترمنځ دوروستیو سرحدي تاوتریخوالو، بریدونو او دطالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغیرقانوني مهاجرو او افغان تابعیت کارت لرونکو پر ضد دپاکستان دعملیاتو له کبله درامنځته شویو شخړو دهوارۍ سبب شي.

په دوو اونیو کې ۶۰ زره افغانان له پاکستانه وتلي

دملګرو ملتونو دکډوالو نړیوال سازمان (IOM) دسې شنبې په ورځ ویلي، داپرېل له لومړۍ راهیسې نژدې ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. پاکستان تېره میاشت هغو شاوخوا ۸۰۰ زره افغانانو ته چې دافغان تابعیت کارت (ACC) لري، داپرېل تر پیله وخت ورکړ چې له پاکستانه ووځي. دا له پاکستانه دافغانانو دایستلو ددوهم پړاو یوه برخه ده. IOM ویلي: “داپرېل له ۱مې تر ۱۳مې نېټې پورې، دجبري ستنیدونکو شمېر لوړ شوی، په دې توګه چې نژدې ۶۰ زره کسان له تورخم او سپین بولدک څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.» دبشري حقونو ډلو او ملګروملتو له پاکستانه په یو وار دسلګونو زرو افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښوولې ده. خو پاکستان ددغو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې دکډوالو دستنولو له پرېکړې لاس نه اخلي.

نن هم دپاکستان دکورنیو چارو دوزارت ددولت وزیر طلال چودري اعلان وکړ چې دافغان اتباعو او ناقانونه کډوالو لپاره دپاتې کېدو موده نوره نه تمدیدیږي. هغه په اسلام آباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دافغان اتباعو او ناقانونه کډوالو دایستلو بهیر دوام لري. نوموړي دا هم زیاته کړه چې دانتقال په سیمو کې افغان وګړو ته داستوګنې، روغتیا او امنیت ټولې اسانتیاوې برابرې شوي، او دبهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت سره دافغان اتباعو دخوندي ستنولو په برخه کې همغږی کوي.