Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > آلمان نور افغانان هم راانتقالوي  

AgoNews: آلمان نور افغانان هم راانتقالوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

آلمان نور افغانان هم راانتقالوي

منبع

دویچه ویلی

تاریخ

3/13/2025 12:00 AM

شرح

 
دآلمان حکومت په پام کي لري چي بیا هم دهغو افغانانو يوه ډله چي دمنلو ژمني یې ترلاسه کړي دي، په یوه چارتر الوتکه کي دغه هیواد ته انتقال کړي. دآلمان راتلونکی حکومت به دمنلو پروگرام بند کړي. 
 

دآلمان دکورنیو چارو وزارت دآلمان له پاره بديل ګوند (آ اف دي) دپارلماني فراکسیون دپوښتنې په جواب کي ویلي دي چي «داوسني وضعیت له مخې» ديوې ډلي هغو افغانانو دانتقال له پاره يوه بله چراتر الوتکه پلان سوې ده، چي دمنلو ژمني يې ترلاسه کړي دي. په وروستیو دوو اونیو کي هم هغه افغانان چي دجرمني دحکومت له خوا یې دمنلو ژمنې ترلاسه کړي وې، په دوو چارتر الوتکو کي له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول. ۱۵۵ افغانان د ۲۰۲۵م کال دفبرورۍ پر ۲۵مه او ۱۳۲ نور کسان دمارچ مياشتي پر ۶  له اسلام آباد  څخه آلمان ته انتقال سول.

دآلمان دکورنیو چارو وزارت د(آ اف ډي) گوند د پارلماني فراکسیون په جواب کي ویلي دي، چي هغه کسان چي په پلان کي دي په یوه بل پرواز کي آلمان ته انتقال سي، داسي کسان دي چي دآلمان دمنلو پروگرام په چوکاټ کي یې دمنلو ژمنې ترلاسه کړي دي. نوموړي وزارت زیاته کړې ده:«دچارتر نورو الوتنو ته اړتیا سته ترڅو دمنلو دبااعتباره ژمنو په لرلو سره کسان په یوې منظمي پروسې او امنیتي ستندردونو په رعایتولو سره آلمان ته راوستل سي.» نوموړي وزارت ددغو افغانانو دشمېر او آلمان  ته دهغوی دانتقال داحتمالي نیټې په هکله معلومات نه دي ورکړي.

دآلمان دبهرنیو چارو وزارت ویاند مخکي ددوشنبې په ورځ په برلین کي وویل چي لاهم ۲۸۰۰ افغانان چي په ځانگړي توگه له گواښ سره مخامخ او دافغانانو له پاره دجرمني دمنلو دپروگرام په چوکاټ کي دمنلو ژمنې ترلاسه کړي دي، آلمان ته دسفر په تمه دي. آلمان ته دافغانانو انتقال له انتقادونو سره هم مخامخ دی. دمحافظه کاره او همدارنگه مهاجرت ضد «دآلمان له پاره بدیل» گوند ددغو پروازونو دبندیدو غوښتنه کوي. په پارلمان کي د«آ اف دي» گوند استازي لایف-اریک هولم، چي دغه موضوع یې دکورنیو چارو له وزارت څخه پوښتلې ده، ددغو پروازونو دژر تر ژره بندیدو غوښتنه کوي. هغه وویل چي دآلمان راتلونکی حکومت باید افغانانو ته دمنلو ورکړل سوي ژمني «سمدستي» لغوه کړي.

مسیحي دیموکرات اتحاد او مسيحي سوسیال اتحاد محافظه کاره گوندونه له سوسیال ډیموکرات گوند سره په مقدماتي خبرو اترو کي دائتلافي حکومت دجوړیدو په هدف دغې هوکړي ته ورسیدل چي دمهاجرو دمنلو داوطلبانه برنامې دامکان ترحده په ټپه ودروي. خو دآلمان اوسنی حکومت ټینگار کوي چي دمنلو هغه ژمنې چي پخوا، له گواښ سره مخامخ افغانانو ته ورکول سوي دي، له قانوني پلوه داعتبار وړ دي، که څه هم چي افغانانو ته دمنلو نوري ژمني  نه ورکول کیږي.