Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > م.م: په افغانستان کې دترياکو بيه ډېره لوړه شوې  

AgoNews: م.م: په افغانستان کې دترياکو بيه ډېره لوړه شوې

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

م.م: په افغانستان کې دترياکو بيه ډېره لوړه شوې

منبع

دویچه ویلی

تاریخ

3/13/2025 12:00 AM

شرح

 
دملګرو ملتونو دمخدره توکو او جرمونو پروړاندې دمبارزې ادارې درپوټ په حواله په افغانستان کې په ۲۰۲۴م کال کې دترياکو بيه ريکارډ لوړې کچې ته رسېدلې وه.
 

دملګرو ملتونو دنشه يي توکو او جرمونو پروړاندې دمبارزې ادارې (يو ان او ډي سي) دچهارشنبې ورځې ديوه نوي رپوټ په حواله په افغانستان کې په ۲۰۲۴م کال کې ديو کيلو ترياکو بيه ۷۵۰ ډالر ته لوړ شوې وه چې دا تر هغه مخکې دوو کلونو په پرتله لس برابره ډېروالي ښيي.

دترياکو دبيو دا لوړوالی تر هغه وروسته مشاهده کيږي چې طالبانو په ۲۰۲۲م کال کې دکوکنارو پر کرکیله بندیز وضع کړ او ولاړ فصلونه یې له منځه يووړل. په دې تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې دا ګامونه دترياکو په توليد کې دپام وړ کمښت باعث شول، خو دمخدره مواد قاچاق کوونکي ددې اقداماتو له کبله له لوړو شويو بيو څخه ډېره ګټه پورته کوي.

په رپوټ کې څرګنده شوې ده چې د ۲۰۲۲م کال په پای کې دترياکو ذخاير ۱۳،۲ ټنه اټکل شوي ول چې په نړۍ کې تر ۲۰۲۷م کاله پورې دافغان ترياکو دبالقوه تقاضا دپوره کولو له پاره کافي دي. د«يو ان او ډي سي» اجرايوي مشرې غاده ولي، خبرداری ورکړی چې دمخدره توکو دتجارت ګټه دهمغږي شويو جرمونو ترسره کوونکو نړيوالو ډلو ته ور ټوليږي چې افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ بې ثباته کوي. نوموړې دقاچاق دشبکو پروړاندې دمبارزې او افغان بزګرانو ته دمتبادلو لارو چارو دبرابرولو په موخه ديوې همغږي شوې تګلارې پر اړتيا ټینګار وکړ.

ډېر افغان بزګران له دې کبله له مشکلاتو سره مخامخ دي چې دکوکنارو پر کرکیله تر بندیز وروسته اوس نور ترياک نه شي توليدولی. د«يو ان او ډي سي» ادارې له دې بزګرانو سره دچټکې مرستې خبره کړې، څو دوی ته دمتبادلو لارو چارو په وړاندیز کولو سره ددې مخه ونيوله شي چې بيرته دکوکنارو کښت ته مخه کړي. افغانستان څو کاله په نړۍ کې دترياکو ترټولو مهمه سرچينه وه.