Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > امریکايي چارواکې: واشنګټن له طالبانو سره داعتماد فضا نه شي جوړولای  

AgoNews: امریکايي چارواکې: واشنګټن له طالبانو سره داعتماد فضا نه شي جوړولای

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

امریکايي چارواکې: واشنګټن له طالبانو سره داعتماد فضا نه شي جوړولای

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

3/12/2025 12:00 AM

شرح

 

په ملګروملتونو کې دامریکا دایمي استازې وايي، واشنګټن له طالبانو سره داعتماد فضا نه شي جوړولای. دوروتي شي دا څرګندونې بېګا شپه دافغانستان په اړه دملګروملتونو دامنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

دشي په ټکو، "موږ نه شو کولای له هغې ډلې سره چې امریکایان په ناحقه نیسي، تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو اوږد تاریخ لري او دافغانستان دخلکو حقونه او اساسي اړتیاوې له پامه غورځوي، داعتماد فضا جوړه کړو. موږ غواړو د امنیت شورا له غړو سره د دې ټولیزې غوښتنې په برخه کې چې طالبان باید مسوولانه چلند وکړي ګډ کار ته دوام ورکړو."

دې جګپوړې امریکایي چارواکې همداراز وویل چې متحدایالات دداعش ډلې دخراسان څانګې له پلوه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې دتروریزم پرضد دمبارزې په برخه کې پر خپلو ژمن عمل وکړي. مېرمن شي پر طالبانو هم غږ وکړ چې اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا دامریکا، دامریکا دمتحدانو او نورو هېوادونو دامنیت دګواښلو لپاره دتروریستي ډلو په خوندي ځای بدل شي.

طالبانو له دې مخکې ویلي و، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې دافغانستان له خاورې دنورو هېوادونو پرضد کار واخلي. په ملګروملتونو کې دامریکا استازې پر افغان ښځو او نجونو دطالبانو ځپونکو اقداماتو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې دافغانستان دروغتیايي زده کړو په انستیتیوتونو کې دښځو پر تعلیم بندیز به ناوړه پایلې ولري.