په ملګروملتونو کې دهند دایمي سفیر وايي، هېواد به یې دروانو بشري مرستو پر بهیر سربیره په نژدې راتلونکي کې دافغانستان په پراختیایي پروګرامونو کې هم برخه واخلي.
پارواتانیني هریش دافغانستان په اړه دامنیت شورا بېګانۍ غونډې ته دوینا پرمهال دروان کال په پیل کې، په دوبی کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره دهند دبهرنیو چارو دوزیر ویکرم میسري لیدنې ته داشارې په ترڅ کې وویل، هند طالبانو ته دا روښانه کړې ده چې ځینې مسایل په دوه اړخیزو اړیکي پورې تړلي دي او په افغانستان کې دنوې ډیلي داوسنۍ ښکېلتیا بنسټ له خلکو سره اړیکي دي.
د۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي هند افغانستان ته ۲۵ ټنه بشري مرستې، ۵۰۰۰۰ ټنه غنم، ۴۰۰۰۰ لیتره کیمیاوي سره او څه باندې ۳۰۰ ټنه درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.