دآلمان ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر، ددغه هيواد پارلمان (بوندستاګ) منحل اعلان کړ او د ۲۰۲۵م کال دفبروري مياشتي ۲۳مه نېټه یې دخپل وخت مخکي ټاکنو لپاره اعلان کړه. شټاینمایر، د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال ددسمبر ۲۷) په خپله پرېکړه کې وویل: "په ځانګړو توګه ستونزمنو شرايطو کې لکه اوس، دثبات لپاره یوه پیاوړې حکومت او دپارلمان دباور وړ اکثریت اړین دي. له همدې امله زه باور لرم چې دخپل هېواد دګټې لپاره، نوې ټاکنې دسمې لارې اقدام دی."
شټاینمایر زیاته کړه چې دبوندستاګ انحلال دتقنیني دورې له پای ته رسېدو مخکې او رامخته کړل شوې ټاکنې دآلمان لپاره "بېساري پېښې" دي. هغه وویل چې داوسني حکومت مشري دصدراعظم اولاف شولڅ (سوسيال ديموکرات ګوند) له لوري کیږي، خو په بوندستاګ کې یې نور اکثریت نه درلود. دا حالت ددسمبر پر ۱۶ مه نېټه دصدراعظم له خوا دباور رايې په لاسته راوړلو کې له ناکامېدو وروسته راڅرګند شو. له دې مخکې دآلمان ائتلافي حکومت پاشل شوی و.
شټاینمایر، وویل چې هغه دپارلمان دمختلفو ډلو او مشرانو سره په خپلو خبرو کې د"بل ډول جوړښت لرونکي حکومت" لپاره اکثریت ونه موند. دشټاینمایر، دغه اقدام دصدراعظم په باور رایې کې دناکامۍ پر بنسټ ولاړ و. دآلمان داساسي قانون ۶۸ ماده، ولسمشر ته اجازه ورکوي چې په دې ډول حالاتو کې بوندستاګ منحل کړي او نوې ټاکنې ترسره شي. صدراعظم شولڅ له ولسمشر څخه ددې ګام اخیستو غوښتنه کړې وه. شټاینمایر په خپله لنډه وینا کې چې په بیلوو ماڼۍ کې یې وکړه، پر دې ټینګار وکړ چې دبوندستاګ انحلال دا مانا نه لري چې پارلمان نور پرېکړه نشي کولی. هغه وویل: "زموږ ډیموکراسي په انتقالي دورو کې هم خپل کار کوي." دټاکنو تر بشپړېدو پورې پارلمان بشپړ فعالیت لري، کولی شي پرېکړې وکړي او قوانین تصویب کړي.
دقانون له مخې اوسنی حکومت به هم دټاکنو تر پای وروسته په دنده کې پاتې وي، تر هغه چې نوی بوندستاګ جوړ شي. په هر صورت، شولڅ او زرغون ګوند اوس په لږکیي کي دي او دلږکۍ حکومت مشري کوي. دا پدې مانا ده چې حکومت داپوزیسیون له ملاتړ پرته نوي پلانونه نشي عملي کولی.