داسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د"حانوکا" (يهودانو يو پخوانی جشن) دشمعو بلولو پر وخت لوړه وکړه چي دیمن حوثیان به په هغه سرنوشت اخته سي چي په سیمه کي دسرائیل دنورو دښمنانو په برخه سوی دی. خو داسرائیل ځیني چارواکي په دې باور دي چي له ایران پرته دیمن دحوثیانو بندول به امکان و نه لري. ددوو اسرائیلي رسنیو د رپوټ له مخې، ددغه هیواد دجاسوسۍ او بهرنیو اطلاعاتو سازمان (موساد) مشر داوید بارنئا، د نتانیاهو له حکومته غوښتي دي چي د یمن د حوثیانو د مهارولو له پاره خپل بریدونه ایران ته متوجه کړي. دا په داسي حال کي ده چي نتانیاهو او داسرائیل ددفاع وزیر یسرائیل کاتز، دې ته ترجیع ورکوي چي ددغه هیواد بریدونه دي مستقیماً د حوثیانو پروړاندي ترسره سي او نه دایران.
د"هاآرتص" ورځپاڼي درپوټ له مخي، دموساد مشر له دې کبله چي دحوثیانو پروړاندي داسرائیل له خوا دریو بریدونو ښه نتیجه ور نه کړه، له حکومتي چارواکو سره دخبرو اترو په ترڅ کي یې دایران پر اسلامي جمهوریت دبرید غوښتنه کړې ده. دنوموړي رپوټ په حواله داوید بارنئا، په دې باور دی چي دیمن دحوثیانو دمهارولو له پاره تر ټولو اغیزمن او مناسب کار دادی چي اسرائیل دایران پر وړاندي اقدام وکړي، چي له مالي او تسلیحاتي پلوه ددغې شیعه ملیشې ملاتړ کوي.
د"کانال ۱۳" تلویزیوني شبکې هم په یوه رپوټ کي خبر ورکړی دی، چي دموساد رئیس له امنیتي چارواکو سره په خبرو کي څرگنده کړې ده چي: «موږ باید په مستقیم او مخامخ ډول د ایران پر وړاندي عمل وکړو. که موږ یوازي حوثیان تر برید لاندي راولو، نو بشپړ ډاډ به و نه لرو چي وکولای سو هغوی متوقف کړو.» حوثي ملېشو په تیرو لسو ورځو کي پنځه بالستیک توغندي او لږترلږه پنځه بې پیلوټه الوتکې داسرائیل پر خاوره توغولي او دغه بریدونه یې دحماس دملاتړ له پاره دخپل کمپاین په ترڅ کې اعلان کړي دي. نتانیاهو دچهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال دډسمبر ۲۵) دحانوکا جشن درارسیدو په مناسبت ددغه جشن تاریخي پس منظر او دیهودانوددښمنانو پر وړاندي مقابلې ته په اشارې سره وویل: «حوثیان به هم هغه ډول درس واخلي چي حماس، حزب الله، داسد رژیم او نورو اخیستی دی. او که دوخت تقاضا وه [بلاخره] به ټول منځنی ختیځ دغه درس زده کړي.»
پر حوثیانو دبریدونو دشدت له پاره داسرائیل پروگرام
د"واینت" خبري سایت په حواله په اوس وخت کي په دې اړه چي آیا داسرائیل دعملیاتو شدت به بالاخره دحوثيانو دراکټي او ډرونونو دبریدونو دبندیدو سبب سي، شک او تردید موجود دی. اسرائیل تراوسه پوري پر حوثیانو درې دورې بریدونه کړي دي او ویلي یې دي چي دغه بریدونه ادامه لري، خو دغه عملیات لکه څنگه چي دنوموړي هیواد چارواکي یې په هڅه کي وه ، دومره گټور نه وه. کارپوهان په دې باور دي چي له یمن سره داسرائیل واټن یوه عملیاتي ننگونه شمیرل کیږي چي البته دامریکا متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ کیدای سي هغه له منځه ولاړه سي.
داسرائیل چارواکو له همدې کبله پر حوثیانو دبریدونو دپراخوالي پروگرام او نقشې له خپلو امریکايي همتاوو سره تر بحث لاندي نیولي دي. وای نت په خپل رپوټ کي دهغې سرچینې له خولې چي نه غواړي نوم یې رسوا سي ویلي دي، اسرائیل دراتلونکي کال دجنورۍ پر ۲۰ ددونالد ترمپ دولسمشرۍ دورې له پیل کیدو وروسته به "پر حوثیانو باندي دبري له پاره خپل بریدونه تر هغه ځایه چي ورته اړتیا وي، لا پسي شدید کړي." دنوموړي سرچینې په حواله "حوثیان به لوړه بیه ورکړي او داسرائیل بریدونه به زیات سي، خو دا له هغه څه سره نه سي پرتله کیدای چې دټرمپ ددورې له پیل وروسته به پیښ سي."
واینت په خپل رپوټ کي دیوه اسرائیلي کارپوه څرگندونو ته اشاره کوي، چي په دې باور دی چي حوثي شیعه ملیشې دشیعه گانو دنورو ډلو برعکس دايران په ملاتړ بریالیتوبونو ته لاس رسی پیدا کړی دی او خپل ځان په پرمختگونو کي یو مهم لوبغاړی بولي. داسرائیل ددفاع پخواني وزیر یوآو گالانت ، دحوثیانو دمقابلې له پاره دامریکا او اسرائیل دگډ کار دنظرې ملاتړ کاوه، ځکه چي په دې باور وو چي دغه همکاري دايران پروړاندي گډي مقابلې ته هم لاره هواروي.