دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت دپکتیکا په برمل ولسوالۍ کې دپاکستان دپوځ دهوايي بریدونو په اعتراض کې په کابل کې دپاکستان دسفارت شارژدافېر احضار کړی او هغه ته یې خپل توند اعتراض سپارلی دی. دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت په اعتراض لیک کې ویل شوي دي چې دا ډول «غیرمسوولانه کړنې به حتمي پایلې ولري.»
دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دپاکستان دسفارت له ښارژدفیر سره په کتنه کې دپاکستان دپوځ برید غندل شوی دی: «په داسې حال کې چې دپاکستان دحکومت ملکي استازی دافغانستان دحکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، دپاکستان دپوځ له خوا دافغانستان دهوايي حریم نقض او دملکي کسانو شهادت دځینو پاکستاني عناصرو له خوا ددواړو هېوادونو په اړیکو کې دبې اعتمادۍ رامنځته کولو هڅه ده.»
تېره شپه په برمل ولسوالي کې دپاکستان بمباري څو ساعته وروسته له دې وشوه چې دپاکستان دملکي حکومت پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دافغانستان دهوايي حریم نقض په هېڅ ډول د منلو نه دی او دطالبانو حکومت «په پیاوړي اراده د خپل خپلواک حریم د دفاع لپاره چمتو دی.»
دطالبانو دحکومت ویندوی په برمل ولسوالۍ کې دوژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنه اعلان کړ او ویې ویل چې په هغو کې ډېری دماشومانو او ښځو دی.