Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > روسیه: دا له وخت وړاندې ده چې دطالبانو دحکومت رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وشي  

AgoNews: روسیه: دا له وخت وړاندې ده چې دطالبانو دحکومت رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وشي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

روسیه: دا له وخت وړاندې ده چې دطالبانو دحکومت رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وشي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

11/26/2024 12:00 AM

شرح

 

د روسیې د فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د دغه هیواد له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم د ایستلو پورې تړلې او ویلي دي چې اوس مهال په دې اړه خبرې له وخت څخه وړاندې دي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ نومبر۲۴(لیندۍ څلورم) په یو راپور کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال اندري روډینکو له قوله ویلي چې د تروریستي ډلو د نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم ایسته کولو د بهیر بشپړیدل به د دغه هیواد او د طالبانو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو کې د تعامل د زیاتیدو سره مرسته وکړي.

هغه ویلي: "د اوسنیو افغان مقاماتو [طالبانو] د رسمیت پيژندلو د مسلې په اړه، تراوسه دا له وخت وړاندې ده چې په دې هکله خبرې وشي. پریږدئ چې په تدریجي ډول اقدمات ترسره شي، قدم په قدم، خو مونږ په دې بهیر کې د مصنوعي خنډونو د رامنځ ته کولو نیت نلرو".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې روسیه د طالبانو سره د دواړخیزو مسایلو په تړاو د تعامل په برخه کې عملي ګامونه اخلي.

دغه روسیې چارواکي د طالبانو د حکومت رسمیت پيزندلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته روسیې ددغه حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښی دی. خو د روسیې په ګډون هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پيژندلی.

دمخه د منځنۍ اسیا څو هیوادونو ویلي وو چې د تروریستي ډلود نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ د نوم پر ایسته کولو باندې غور کوي.

د قزاقستان جمهوررئیس قاسم جومارت توقایف روان ۲۰۲۴ کال د جون درېیمه (غبرګولي ۱۴) د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کړی و چې د دغه هیواد د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ نوم ایسته کوي.

د طالبانو د غورځنګ نوم د افغانستان د ځینو ګاونډیو هیوادونو په ګډون د یو شمیر هیوادونو د تروریستي ډلو په نوملړ کې شامل دی، چې له امله یې دا هیوادونه په قانوني ډول د طالبانو د حکومت سره رسمي تعامل او راکړه ورکړه نشي کولای.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر په روانه میاشت کې د افغانستان په هکله د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی و.

که څه هم ضمیرکابلوف اسلام اباد ته د سفر وروسته د خپلو سلامشورو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د افغانستان یو بل ګاونډي د چین ځانګړي استازي چې هغه هم د ضمیر کابلوف د سفر سره هممهاله اسلام اباد ته تللی و، د سفر پر مهال په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شمیر او فعالیتونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه.

یوشیایونګ د بیجینګ د خبرو اترو د مرکز سره په مرکې کې په افغانستان کې د "۲۰ تروریستي ډلو د فعالیت په اړه " اندېښنه ښودلې وه او له دې پلوه یې چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د ور پېښ ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

یوشیایونګ وویل چې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو تر حضور مخکې یوې یا دوو تروریستي ډلو شتون درلود، خو اوس یې شمیر څه باندې ۲۰ ډلو څخه زیات شوی دی.

د چین دغه ځانګړي استازي د کومې ځانګړې ډلې نوم نه و اخیستی، خو چین په افغانستان کې د "شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ" د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې وه. تېرکال د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي وو: "طالبان په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي اعمالو او فعالیتونو ته به اجازه نه ورکوي".

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون د ټولو تروریستي ډلو سره ددغه حکومت د اړیکو د پریکون شرطونه له وړاندې اعلان کړي دي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.