دآذربایجان په کوربتوب دکاپ په ۲۹ مه کلنۍ غونډه کې دا ځل هوکړه وشوه، چې پرمختللي هېوادونه به هر کال له بې وزله هېوادونو سره ۳۰۰ میلیارده ډالر مرسته کوي.
دغه مرستې به دروان ۲۰۲۵ زیږدیز کال په راتلو پیل او تر ۲۰۳۵ به دوام کوي. له اقلیمي بدلونونو اغېزمن یو هم افغانستان دی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې دمضره ګازاتو دتولید کچه بیخي کمه ده، خو داقلیمي بدلونونو له کبله دنړۍ په مخ شپږم زیات اغېزمن هېواد شمیرل کېږي.
دکاپ ۲۹ مه کلنۍ غونډه چې دملګرو ملتونو له لوري دآذربایجان په پلازمېنې باکو کې ۱۱ ورځې دوام وکړ، چې پکې دشاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو. دیادې غونډې په مسوده کې راغلي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال شاوخوا ۱،۳ ټریلیون ډالره مرسته راټولیږي، چې ډېره برخه به یې شتمن هېوادونو ورکوي.
دیادونې ده چې داقلیمي بدلون کلنۍ غونډه کې دطالبانو دحکومت له لوري دچاپېریال ساتنې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص هم ګډون کړی و او دنړۍ دبېلابېلو هېوادونو استازو سره یې داقلیمي بدلون په تړاو دافغانستان ستونزې او اندېښنې شریکې کړې وې.