Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دننګرهار زیتونو فابریکه کې دزیتون تېلو دپروسس چارې پیل شوې  

AgoNews: دننګرهار زیتونو فابریکه کې دزیتون تېلو دپروسس چارې پیل شوې

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دننګرهار زیتونو فابریکه کې دزیتون تېلو دپروسس چارې پیل شوې

منبع

تاند

تاریخ

11/25/2024 12:00 AM

شرح

 

ننګرهار کې دطالبانو دحکومت دکانال شرکت مسوولینو پرون یکشنبه دزیتونو داچارو او تیلو دتولید خبر ورکړ.

دیاد شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې ددې ولایت له زیتونو څخه په زیتونوفابریکه کې نن دزيتون اچارو چمتو کېدل او له تېلو یې دبوتلو دډکولو پروسه پیل شوه. غریبمل زیاته کړه،چې سږکال به شاوخوا ۳۰ ټنه اچار او نږدې ۱۳۰ زره ليتره سوچه او خالص زيتون تېل ترلاسه بازار ته وړاندې کړي.

دننګرهار دزیتونو دپروسس فابریکه چې نږدې څلور لسیزې وړاندې په اوه ویشت هکتاره زمکه جوړه شوې داته زره ټنه زیتونو دپروسس وړتیا لري.

دزیتونو په دغه فابریکه کې یو مهال زرګونه تنه په کار بوخت وو خو دتیرو څو لسیزو جګړو له امله نه یوازې دا چې په ننګرهار کې دزیتونو باغونو ته زیان ورسیده بلکې دفابریکې ځینې برخې هم ویجاړې او له کاره ولویدې خو په دې وروستیو کې دزیتونو باغونو ته دځانګړې پاملرنې له مخې ګڼ شمیر وزګارو خلکو ته دکار زمینه او حاصلاتو کې دپام وړ زیاتوالی راځي.