ددرې هیوادونو دنولس کلونو دکرکټ لوبډلو ترمنځ په سیالیو کې نن دافغانستان په ۸ ویکټونو دمتحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماته ورکړه.
دمتحده عربي اماراتو لوبډلې، چې پچه ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په داسي حال کې چې ۸۸ منډې یې کړې وې، وسوځېدل. افغان لوبغاړو دسیالې لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۲۱ اور او ۲ توپ ددوو لوبغاړو په تاوان پوره کړ. دافغان لوبډلې عبدالعزیز ۲، نصیرخان معروفخېل ۳، روح الله عرب ۲، خاطر ستانکزي ۲ او نظیق امیري یو لوبغاړی وسوځول. دافغان باولرانو یا توپ ویشتونکو په منځ کې ترټولو ډېرې منډې وزیرخان وکړې. ده په ۷۱ توپونو ۵۷ منډې وکړې.
ټاکل شوې ده چې دافغانستان تر اتلسو کلونو کشره لوبډله دپنجشنبې په ورځ له پاکستان سره په پایلوبه کې مخامخ شي. افغانستان تردې وړاندې یوه سیالي له پاکستانه ګټلې خو بله یې پرې بایللې ده.
دا سیالۍ، چې دمتحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کېږي، په لړ کې یې دافغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر نولس کلونو دکشرو لوبډلې له یو بل سره دوه – دوه ځلې مخامخ شوې. افغانستان له اماراتو او پاکستان څخه لومړۍ مسابقې هم په لوی توپیر ګټلې وه.