Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > یونسیف په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیارغوي  

AgoNews: یونسیف په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیارغوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

یونسیف په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیارغوي

منبع

تاند

تاریخ

7/5/2024 12:00 AM

شرح

 

دملګرو ملتونو دماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي چې دا اداره به سږ کال په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیا ورغوي. یونیسف ویلي چې د دغو ښوونځیو بیارغونه به ۲۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې موسسې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، راغلي چې یونیسف د ماشومانو لپاره نوې ټولګي، روغتیايي اسانتیاوې او د زده کړې چاپیریال برابروي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ دې ادارې لیکلي چې د اروپايي ټولنې په مرسته ټولګي به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بیا ورغول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رفیلا ایودیس د افغان ماشومانو پر پانګونې د ټینګار ترڅنګ وویل چې په رغول شویو ټولګیو کې به زده کوونکي برېښنا او اوبو ته هم لاسرسی ولري.

د طالبانو په وینا دا مهال په افغانستان کې ۳۰ زره دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه شته چې ډیری یې ترمیم ته اړتیا لري.

یونسیف له دې سره سره په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې ملاتړ ته دوام ورکوي چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو پر لګوي شوي بندیز سخت اعتراض لري.