Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دافغانستان بانک پلاوي داسلامي مالي خدمتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ  

AgoNews: دافغانستان بانک پلاوي داسلامي مالي خدمتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دافغانستان بانک پلاوي داسلامي مالي خدمتونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

منبع

آریانا نیوز

تاریخ

7/5/2024 12:00 AM

شرح

 
 
ویل کیږي، چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یو نړیوال اسلامي بنسټ دی، چې په کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.
 

د افغانستان بانک نن چارشنبه د چنګاښ دیارلسمه ویلي، چې د دې بانک د ټولو چارسمبالي ریيس هدایت الله بدري پر مشرۍ پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په دوه‌ویشتمه کلنۍ عمومي غونډه کې، چې د جولای پر لومړۍ او دوه‌یمه نېټه په جیبوټي هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دې غونډه کې، چې د نورو اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو ریيسانو او استازو ګډون کړی و؛ د بورډ د تېر کال د کړنو او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړیو هېوادونو له‌خوا له بحث وروسته تصویب شول.

دوی د یوه باثباته اقتصادي توسعې لپاره پر مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات پر ارزښت، په دې برخه کې د اړوند بنسټونو پر رامنځته کولو، د مالي  نظام پر برښنایي کیدو د شغل او کار په رامنځته کولو کې د هغو پر اهمیت، مالي تکنالوژۍ یا فینټېک پر وړاندې د شته ګواښونو او پدې اړوند د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو رامنځته کېدو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو بحثونه تر سره شول.

له یادې غونډې وروسته د افغانستان بانک د ټولو چارسمبالي رییس د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له ریيس سره په ځانګړې لېدنه کې د افغانستان بانک د کنګل شویو زېرمو، بانکي سکټور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو هم خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یو نړیوال اسلامي بنسټ دی، چې په کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.