Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ټرمپ: دروسیې-اوکراین جګړه په یوه ورځ ختمولای شم، دروسیې استازی: نه یې شي کولای  

AgoNews: ټرمپ: دروسیې-اوکراین جګړه په یوه ورځ ختمولای شم، دروسیې استازی: نه یې شي کولای

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ټرمپ: دروسیې-اوکراین جګړه په یوه ورځ ختمولای شم، دروسیې استازی: نه یې شي کولای

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

7/4/2024 12:00 AM

شرح

 

دمتحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر او اوسنی کاندید ډونالډ ټرمپ ټینګار کوي که دی بیا ولسمشر شو، داوکراین او روسیې جګړه به په ۲۴ ساعتونو کې ختمه کړي. په ملګرو ملتونو کې دروسیې استازی واسیلي نبنزیا دټرمپ ددغې ادعا په اړه وايي چې هغه دا کار نه شي کولای.

ټرمپ څو ورځې مخکې له خپل انتخاباتي‌ سیال او اوسني ولسمشر جوبایډن سره دسي ان ان په انتخاباتي مناظرې کې په وار وار دا خبره وکړه که ولسمشر شو، له پوتین او زیلینسکي سره له ملاقات وروسته به دا جګړه په «۲۴ ساعتونو کې ختمه» کړي. په ملګرو ملتونو کې دروسیې استازي واسیلي‌ نبنزیا د دوشنبې په ورځ جولاۍ لومړۍ (چنګاښ۱۱) خبریالانو ته په دې اړه وویل: «داوکراین کړیکچ په یوه ورځ کې نه شي ختمېدای.» ټرمپ همدغه راز ویلي:‌ «که موږ رښتینی ولسمشر درلودای، داسې ولسمشر چې پوهېدای- پوتین ته ددرناوي‌ وړ وای..هغه به هېڅکله په اوکراین یرغل نه وای کړی.»

ولسمشر بایډن، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاندید هم دی، په دغې مناظرې کې وویل چې هغه تل پوتین ته دا خبره کړې چې «هر څه غواړي، ودې یې کړي» او په خبره یې پوتین «یو جنګي جنایتکار دی چې زرګونه کسان یې وژلي» دي. جوبایډن وویل چې پوتین دشوروي امپراتوري غواړي او یوازې داوکراین ځينې برخې نه، بلکې غواړي دا ټول هېواد لاندې کړي. دروسیې استازي‌ واسیلي‌ نبنزیا ادعا وکړه چې دا جګړه د ۲۰۲۲ کال داپریل په میاشت کې ختمېدله،‌ وايي هغه وخت په استانبول کې روسیه او اوکراین یو تړون ته نژدې شوي وو.

مسکو د ۲۰۲۲ دفبرورۍ په میاشت کې په کیف باندې یرغل پيل کړ. دروسیې استازي داوکراین لویدیځ ملاتړي تورنوي چې د ۲۰۲۲ داپریل دسولې دتړون مخه یې ونیوله او کیف ته یې وویل چې دروسیې په ضد جګړه روانه وساتي. تېره میاشت په سویزرلنډ کې د ۸۰ هېوادونو استازو په یوې غونډې کې وویل چې داوکراین «ځمکنۍ بشپړتیا» باید دسولې دهر پلان اساس وي. روسیې په ۲۰۲۴ کال کې داوکراین دکریمیه ټاپو له خپلې خاورې سره یو ځای کړه او ادعا یې کړې ده چې داوکراین څلور نورې سیمې دونیتسک، لوهانسک، ژاپوریژیا او خرسون یې هم دروسیې له خاورې سره یو ځای کړی دی. دروسیې استازی وایي چې پوتین  جون په ۱۴ نېټه وویل که کیف له دغو څلورو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي او په ناټو کې دغړیتوب ترلاسه کولو پلان ودروي، هغه به سمدستي داوربند اعلان وکړي. خو داوکراین ولسمشر وايي چې دپوتین دا غوښتنې دنورو سیمو دتسلیمولو په مانا ده او وايي، هېڅ ځمکه نه ورپرېږدي.

اسوشیتډپرس وايي چې په دې اړه یې دډونالډ ټرمپ دکمپاین له دفتر سره په تماس کې شو چې نظر یې واخلي، خو ددغه راپور ترلیکلو پورې یې لا ځواب ورکړی نه دی. ملګرو ملتونو، ناټو او متحدو ایالتونو په اوکراین باندې دروسیې یرغل غندلی دی. امریکا او ایتلافیان یې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې دروسیې په خلاف جګړې کې بریالی شي.