Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > تاشکند کې دافغانستان او اوزبیکستان دتولیداتو ګډ نندارتون پرانیستل کیږي  

AgoNews: تاشکند کې دافغانستان او اوزبیکستان دتولیداتو ګډ نندارتون پرانیستل کیږي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

تاشکند کې دافغانستان او اوزبیکستان دتولیداتو ګډ نندارتون پرانیستل کیږي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

7/3/2024 12:00 AM

شرح

 

طالبانو دحکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست په مشرۍ دافغان سوداګرو یو لوی پلاوی داوزبیکستان پایتخت تاشکند کې دافغانستان دتولیداتو یو نندارتون دپرانیستلو او ددغه هیواد دچارواکو او سوداګرو سره ددواړو هیوادونو ترمنځ دسوداګریزو اړیکو په تړاو دخبرو لپاره دسه شنبې په ورځ له کابل څخه دغه هیواد ته تللی دی.

دصنعت او سوداګرۍ دوزارت له خوا رسنیو ته په یواستولې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دښاغلي عزیزي په مشرۍ دا پلاوی به د ددغو دوو هیوادونو ددولتي او خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریز تواصل او دواړخیزو خبرو کې هم ګډون وکړي. نورالدین عزیزي اوزبیکستان ته د روانیدو دمخه دکابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په اوزبیکستان کې په ګډ نندارتون کې ۲۵۰ افغان شرکتونو ګډون کړی دی. هغه وویل: "عمومآ زمونږ کوښښ دادی چې که خپل صنعت صادراتي کړو زمونږ زیاته پاملرنه صادراتو ته ده. همداشان مونږ په دې سفر کې زمونږ دلاسي صنایعو پیاوړي شرکتونه د قالینو د اوبدلو دشرکتونو په ګډون ملګرتیا کوي".

دافغانستان دسوداګرۍ اوپانګونې دخونې دمدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي چې اوزبیکستان ته دخصوصي سګټور داستازو سره یو ځای تللی امریکا غږ ته وویل چې دمخه اوزبیکستان هم په کابل کې همدغسې یو نندارتون پرانیستی وو، ښاغلي الکوزي وویل: "اوس مونږ په تاشکند کې ګډ نندارتون جوړ کړی دی. یو هدف دا وو چې تقریبا دوه سوه دوه نیم سوه سوداګر او بانګه وال په شمول چې تاشکند ته راغلي په کې زیات یې زراعتي توکي دي زمونږ په نندارتون چې ټاکل شوې سبا به رسمآ افتتاح شي. همداشان معدني توکي او یو څه صنعتي تولیدات هم شته دی... مشرکه نمایشګاه ده."

دغه نندارتون به درې ورځو لپاره پرانیستی وي. همداشان خان جان الکوزی وايي چې ددغه نندارتون ترڅنګ به دافغانستان او داوزبیکستان ددولتي او خصوصي سکټور دپلاو ترمنځ هم ددواړو هیوادونو ترمنځ داقتصادي همکاریو دپراختیا لپاره خبرې هم وشي. ښاغلي الکوزي وویل: "په تجارتي ناستې کې به ددواړو هیوادونو سوداګر دګډو پانګونو او همدارنګه دسوداګریزو ستونزو په حل باندې او همدارنګه ترانزیټ باندې خبرې کوي میچ میټینګ دی او ددې په څنګ کې به امارت اسلامې [طالبانو حکومت] دولتي ادارې داوزبیکستاني چارواکو سره ناستې لري او سره رسمي خبرې به کوي البته په رسمي خبرو کې خصوصي سګټور نشته دی."

خان جان الکوزی وايي چې افغان سوداګر اوزبیکستان سره دسوداګرۍ په ځانګړي ډول د ترانزیت په برخه کې ستونزې لري چې ټاکل شوې ددواړو هیوادونو د خصوصي سګټور داستازو ترمنځ به پرې خبرې وشي. هغه وویل: زمونږ صادرات اوزبیکستان ته کم دي او داوزبیکستان صادرات افغانستان ته زیات دي، کله کله زمونږ دصادراتو او ترانزیټي مالونو دانتقال پرمهال پر مونږ باندې کرایه زیاته راځي. دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي وویل چې دجمهوریت د رژیم پرمهال دافغانستان دخصوصي سګټور استازو داوزبیکستان حکومت سره د سوداګرۍ اوړند ستونزو باندې مخامخ خبرې کولې، پر افغانستان باندې دطالبانو دواکمنۍ وروسته دطالبانو دحکومت دپالیسۍ له مخې خصوصي سکټور د اوزبیکستان د حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي، بلکې دطالبانو حکومت دافغان سوداګرو ستونزې ددغه هیواد دچارواکو سره شریکوي.

افغانستان نه یوازې داوزبیکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري، بلکې دغه دوه هیوادونه دیو بل له خاورې نورو هیوادونو ته ترانزیټي مالونه انتقالوي. دافغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمعلوماتو له مخې افغانستان تیر۲۰۲۳ کال کې داوزبیکستان څخه د ۲۳۹ میلیونو ډالرو توکي وارد کړي وو او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یې دغه هیواد ته صادرات درلودل. ددې سربیره افغانستان هرکال د ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو د اوزبیکستان څخه د خپلې اړتیا وړ بریښنا اخلي. اوزبیکستان دمنځنۍ آسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې دطالبانو دحکومت سره ډیرې نږدې اړیکې لري.

دافغان ترانس داوسپنې پټلۍ

دبلې خوا دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددوشنبې په ورځ یې داوزبیکستان، پاکستان او دقطر دهیوادونو دچارواکو سره دترانس افغان په نوم داوزبیکستان څخه دافغانستان له لارې پاکستان ته داوسپنې دپټلۍ دغځولو دپروژې په اړه خبرې کړي دي. دازبکستان، افغانستان او پاکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې دپخواني جمهوري رژیم د واکمنۍ پرمهال - داوزبیکستان دترمز له ښار څخه مزارشریف - کابل او پېښور ترمنځ داوسپنې دپټلۍ دغځولو دپروژې دلارې نقشه لاسلیک کړې وه.‌ دروان کال داپریل په میاشت کې داوزبیکستان شوکت میر ضیایف د قطر  صدراعظم او دبهرنیو چارو دوزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره په کتنه کې ددغې پروژې په عملي کولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه. داوسپڼې دا پټلۍ شاوخوا ۷۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري. تراوسه پر دې پروژې عملي کار نه دی پیل شوی.