په ملګروملتو کې دروسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا دامنیت شورا په غونډه کې وویل چې مسکو پر طالبانو دخپلو بندیزونو په لیرې کولو غور کوي.
ده زیاته کړه: «په دې اړه چې موږ دروسیې دبندیزونو له لیسته ددوی [طالبانو] دایستلو په اړه دقیق څه نه شم ویلی.» دغه جګپوړي روسي ديپلومات په دې خبرې ټينګار وکړ چې طالبان دافغانستان اوسني واکمنان دي او زياته يې کړه: «موږ له ډيرې مودې راهيسې ويل چې دا حقيقت بايد درک کړو. که مو خوښه وي او که نه، دا غورځنګ [طالبان] نن ورځ هیواد چلوي. تاسو یې له پامه نشي غورځولی.»
دافغانستان لپاره دروسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي چې دمسکو له لوري د“ممنوعه ډلو” له لیست څخه دطالبانو دایستلو وړاندیز ددغه هېواد ولسمشر ته وړاندې شوی دی.په دوحه کې ددرېیمې ناستې لپاره دطالبانو پلاوي تردې مخکې ټینګار کړی و چې په دې ناسته کې به له نړیوالې ټولنې سره دافغانستان پروړاندې دهېوادونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.