Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > طالبانو په افغانستان باندې د'پاکستان هوايي بریدونه په افغان حریم تجاوز' ګڼلی  

AgoNews: طالبانو په افغانستان باندې د'پاکستان هوايي بریدونه په افغان حریم تجاوز' ګڼلی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

طالبانو په افغانستان باندې د'پاکستان هوايي بریدونه په افغان حریم تجاوز' ګڼلی

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

7/3/2024 12:00 AM

شرح

 

دطالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دپکتیکا او خوست دولایتونو په دوو ولسوالیو باندې دپاکستاني هوايي ځواکونو دالوتکو دتیرې شپې بمبارۍ په سختو ټکو غندلي او دپاکستان دپوځ دغه اقدام یې دافغانستان په خاوره تیری بللی دی.

ذبیح الله مجاهد ددوشنبې په ورځ مارچ ۱۸(کب ۲۸) په یوه اعلامیه کې ویلي دپاکستان دهوايي ځواکونو الوتکو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو باندې بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ددریو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې دوه ښځې وژل شوې او یو کورهم نړیدلی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "دافغانستان اسلامي امارت (طالبانو حکومت ) یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام دافغانستان په حریم تجاوز او تیری بولي. دافغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) چې  نړۍ دزبرځواکونو پرخلاف دآزادۍ داوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره دتیري اجازه نه ورکوي."

پاکستاني رسنیو دراپورونو له مخې دپاکستان هوايي ځواکونو دپکتیکا په ولایت کې دبرمل ولسوالۍ دلمنه په سیمه کې شاوخوا درې بجې دتحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" دیو قومندان عبدالله شاه په کور برید کړی، چې په پایله کې دعبدالله شاه میرمن او یو کوچنی زوی وژل شوي دي. همداشان پاکستاني رسنیو تیره شپه دکونړ په ولایت کې هم دیو برید خبر ورکړی خو طالبانو دا برید نه دی تائید کړی. دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه اعلامیه کې ویلي چې عبدالله شاه په پاکستان کې دی. ښاغلي مجاهد ویلي: " دعبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې دپه نښه کیدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله داچې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي چې ورځنی تګ راتګ او ګڼې خپلویانې لري."

دطالبانو دحکومت ویاند دپاکستان ولس او د نوي حکومت څخه غوښتي چې ددغو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو د مخنیوي لپاره دې د"څو پاکستاني جنرالانو" دکړنو چې هغه "بې باکه کړنې" ګڼلي مخه ونیسي. ذبیح الله مجاهد ویلي دي:" پاکستان باید پخپله خاوره کې د پيښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ځکه داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي." دطالبانو دحکومت په دغه اعلامیه یو ځل بیا ویلي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د چا امنیت خراب کړي. د پاکستان پوځ لا تراوسه ددغو هوايي بریدونو په تړاو تبصره نه ده کړې. خو پاکستاني امنیتي سرچینو امریکا ته د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې ددغه هیواد د هوايي ځواکونو بریدونه تائید کړي دي.

همداشان ددغو سرچینو د معلوماتو له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د دوشنبې په ورځ په څلورو سرحدي سیمو کې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړې دوام درلود. ددغو سرچینو د معلوماتو پر اساس د تورخم سرحدي بندر کې هم د دواړو خواو ترمنځ حالات ترینګلي دي. په عین وخت کې د پاکستان د بلوچستان د ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې پاکستان پوځ د خپلو وژل شویو منسوبینو د وینې غچ اخیستی او د پولې په اوږدو کې یې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي. هغه ویلي: "هیڅوک باید په هیڅ فکر کې نه وي موږ به د دښمن سره جګړه وکړو. په هر ځای کې چې ترهګر وي دوی به سوله ونه ویني. موږ به د افغانستان دننه سخت او ژور برید وکړو که په پاکستان کې دننه یو ترهګریز برید هم وشي، په یاد ولرئ چې د یوه "پاکستاني" ژوند زموږ لپاره د ټول افغانستان څخه ډیر ارزښت لري، ډاډه اوسئ چې موږ امریکا نه یو، موږ د پاکستان اسلامي جمهوریت یو."

ددغو بریدونو دوه ورځې دمخه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په اسلام اباد کې یو څیړنیز مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې ادعا کړې وه چې داسې شواهد لري چې دا د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډله د افغانانو په وسیله د هند څخه پیسې ترلاسه کوي. دراني دشنبې په ورځ مارچ ۱۶(کب۲۶) په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې او پخلاینې بهیر او د پاکستان ګټې او د پالیسۍ انتخاب په اړه د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت (PIPS) په یوې غونډې کې وویل داسې ښکاري چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د ورځنیو مصارفو پیسې د کوم بل چا له خوا ورکول کیدلې. هغه وايي افغان حکومت (طالبانو حکومت) په دومره لوی شمیر د وسله والو لپاره ورځني مصارف نه شي برابرولی

دراني وویل چې په افغانستان کې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" جنګیالي شته دی. دراني وویل: "که مونږ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې د کورنیو غړي هم په دغه شمیر کې شامل کړو نو شمیر یې ۷۰۰۰ تنو پورې رسیږي." اصف دراني وویل چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د پاکستان د حکومت د خبرو پر مهال پاکستاني چارواکو په کابل کې د طالبانو لنډ مهاله حکومت ته دا ویلي وو چې ټي ټي پي ډله دې بې وسلې او تسلیم کړي او ددغې مشران دې ونیسئ. نوموي وویل: "ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده."

دطالبانو دفاع وزارت غبرګون

دطالبانو دحکومت ددفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوشنبې دورځې په سهار د پاکستان کشفي او جنګي جیټ الوتکو یو ځل بیا دتیري کونکي اقدام په ترڅ کې د افغانستان خاورې ته ننوتې، چې د پکتیکا برمل او خوست سپیرې ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو په کورونو بمباري کړې ده. دغه وزارت په دې اعلامیه کې ویلي: "ددغه تیري په ځواب کې د افغانستان اسلامی امارت د پوځ سرحدي ځواکونو( طالبانو حکومت) د فرضي کرښې په اوږدو کښې دپاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل." دطالبانو دفاع وزارت ویلي چې ددغه حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تیري کوونکو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر ډول حالاتو کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.