دطالبانو دحکومت د دفاع وزارت پاکستان ته ددغه هېواد د پوځ له خوا د افغانستان په خاوره کې د احتمالي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام به جدي پایلې ولري.
دپاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره اوونۍ وویل، که چیرې "د عزم استحکام عملیاتو" په لړ کې که ضرورت پيښ شو، نو د پاکستان پوځ به د پولې هاخوا په افغانستان کې دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد عملیات وکړي. دغه پوځي عملیات د روان کال د جون په ۲۲مه نېټه، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف لخوا په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په موخه اعلان شو.
خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د خواجه اصف وروستۍ څرګندونۍ 'یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو' هڅه بللې او ویلي یې دي چې دا راز څرګندونې د هېچا په ګټه نه دي.
دغه وزارت په خپل ایکس پاڼې کې ویلي: ''د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت پاروونکې څرګندونې وکړي. ''
دغه وزارت ویلي: " که هر څوک په هره پلمه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي. د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي."
دا پداسې حال کې دی، چې اسلام اباد تل تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې پټنځایونه لري او هلته خپل بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې ترسره کوي.
د روان کال په مارچ مياشت کې پاکستان په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه وکړل، خو طالبانو وویل، چې پدغو بریدونو کې اته ښځې او يو ماشوم وژل شوي دي.