Turn on more accessible mode
Skip to main content
Turn off more accessible mode
افغان جرمن آنلاین
Sign In
|
اخبار روز
This Site
This List
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
افغان جرمن آنلاین
>
اخبار روز
>
AgoNews
>
دوه هندي سوداګر په پنجشیر کې پانګونه کوي
AgoNews
: دوه هندي سوداګر په پنجشیر کې پانګونه کوي
عنوان
منبع
تاریخ
شرح
Attachments
Created at by
Last modified at by
عنوان خبر
دوه هندي سوداګر په پنجشیر کې پانګونه کوي
منبع
تاند
تاریخ
5/3/2024 12:00 AM
شرح
دهند دوو سوداګرو، ناګر او انباني دطالبانو (چهارشنبې) دپنجشېر له والي حافظ محمدآغا حکیم سره په کتنه کې په دغه ولایت کې دپانګونې لپاره تیاري وښوده.
دپنجشېر والي ددفتر له لوري رسنیو ته په ساول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو هندي سوداګرو په افغانستان په ځانګړي ډول پنجشېر کې دامنیت پر تامین خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نور هندي پانګوال به هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
دخبرپاڼې پر اساس، دپنجشېر والي هندي سوداګرو ته دسوداګریزو طرحو په پلې کولو کې دهمکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي هندي سوداګر به سبا دپنجشیر ولایت دزمردو په مزایدې کې هم ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې دهندي سوداګرو دکمپنیو یادونه نه ده شوې خو ویل شوي هغوی په ګڼو هیوادونو کې یې پانګونې کړي دي.