Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > افغان کارګران: دخوارۍ مزدورۍ پرته بله ورځ نه پېژنو  

AgoNews: افغان کارګران: دخوارۍ مزدورۍ پرته بله ورځ نه پېژنو

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

افغان کارګران: دخوارۍ مزدورۍ پرته بله ورځ نه پېژنو

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

5/2/2024 12:00 AM

شرح

 

پرون دمی میاشتې  دومی نېټه دخواریکښانو او کارګرانو نړیواله ورځ ده چې له دوی سره دپیوستون په توګه لمانځل کېږي، په دې ورځ یې دستړي او ستومانه ژوند په باب دعامه پوهاوي لپاره غونډې او لاریونونه کېږي، په نړیواله کچه ددوی زیار ستایل کېږي.

په ۱۹مه پېړۍ کې له نن څخه ۱۳۸ کاله وړاندې دامریکا په شکاکو کې کارګرانو دکار لپاره داته ساعته مهالوېش سره سره دمناسب معاش او خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کوله خو ځینې افغان کارګران نه هم دکارګرانو په ورځ خبر دي او نه هم دخپلې رخصتۍ ورځ پېژني. دپاکستان دپنجاب ایالت په پنډۍ ښار کې یوه افغان کډوال سمیع الله دمېوو لاس ګاډۍ لري. نوموړی دننګرهار ولایت دښېوې ولسوالۍ دی، له امریکا غږ سره په خبرو کې یې ویل چې دی خو بیخي خبر نه دی چې نن ددوی نړیواله ورځ ده.

دی یوازې په دې خبر دی چې ماښام خپلو بچو ته ګوله ډوډۍ څنګه وګټي. هغه وویل: ”زموږ  حقونو په اړه زموږ په هیواد کې څوک خبر نه دي نو په پاکستان کې دکډوالو به څوک څه پوښتنه وکړي پوښتنه خو لا پرېږده هره ورځ مو دپنجاب پولیس کله دترهګرو او کله دکډوالو په نامه ځوروي.“ سمیع الله زیاتوي چې دژوند په یوه خوشالۍ نه دی خبر، بس یوازې هم دا مزدوري پېژني،”سهار دملا دبانګ مهال دمېوو منډۍ ته ځم، دشپې تردولس بجو پورې خواري کوو، موږ خو په رڼا ورځ تراوسه خپل بچیان هم نه دي لیدلي نو دورځو نه به څه خبر شو.“

دپنډۍ دخښتو په بټۍ کې دافغانستان دننګرهار ولایت محمد جمیل وايي، دخښتو دبټۍ مزدوري ترټولو سخت خواري ده. ”زموږ یوازې دجمعې په ورځ رخصتي وي، موږ له نورو رخصتو څخه خبر هم نه یو او نه په دې خبر یو چې دمی په لومړۍ نېټه دا رخصتي ولې ده او په څه وجه ده، بس په دې خبر یو چې په دې ورځ یوازې دافسرانو او غټانو رخصتي وي.“ محمد جمیل زیاتوي خواريکښان خو دشپې هم خواريکښ وي او دورځې هم، دوی یوازې دخپلو اولادونو دولږې غم خوري.

دخواري کښانو نړیواله ورځ هر کال دهغې پېښې په یاد کې دمی میاشتې په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي چې په ۱۸۸۶ کال دامریکا دشکاګو ایالت په هيمر څلورلاره کې په سلګونه خواريکښانو دخپلو حقونو لکه دورځې داته ساعته کار او خوندي کاري چاپېریال لپاره لاریون ویوست نو دهغه مهال دشکاګو ښاروالۍ پولیسو پرې ډزې وکړې. دکارګرانو او پولیسو ترمینځ په هغه نښته کې اووه پولیس او څلور کارګران وژل شوي ول، چې وروسته ۱۸۹۴ کال راهیسې دوژل شویو کارګرانو په یاد کې د می میاشتې لومړۍ نېټه د امریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.