Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دموټرو دجواز سیر او لایسنس دالکترونیکي کولو هڅې  

AgoNews: دموټرو دجواز سیر او لایسنس دالکترونیکي کولو هڅې

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دموټرو دجواز سیر او لایسنس دالکترونیکي کولو هڅې

منبع

تاند

تاریخ

5/2/2024 12:00 AM

شرح

 
 

دطالبانو دریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې داقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په غونډه کې دجواز سیر او لایسنس دالکترونیکي کېدو په طرحه خبرې شوې دي.

دیاد شوي دفتر دمعلوماتو له مخې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې دترافیکو عمومي ریاست دې دکورنیو چارو وزارت په همغږۍ ژر تر ژره دعامه او خصوصي مشارکت له لارې دجواز سیر او لایسنس الکترونیکي پروسه پيل او دتاییدۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دافغانستان دپرځیدلي جمهوري نظام په وروستیو کې دحکومتولۍ دزیاتو برخو دالکترونیکي کولو هڅې روانې وې او په ځینو برخو کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي وو څارونکي په دې برخه کې دطالبانو لخوا دجمهوري نظام دځینو پروګرامونو تعقیبول ستایي او ښو پایلو ته یې هیله من دي. تراوسه په افغانستان کې دموټرو دجواز سیر او لایسنس جوړولو په برخه کې دفساد او اړیکو پاللو ادعاوې زیاتې شوې دي.