دامریکا دبهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره تعامل دامریکا دګټو دخوندیتوب لپاره ترټولو ښه لار ده.
ددغه وزارت مرستیال ویاند وډانت پاټیل پرون (سې شنبې) وویل، له طالبانو سره تعامل نه یوازې دامریکا دګټو دساتنې لپاره ښه ده بلکې دافغانانو دملاتړ لپاره هم تر ټولو اغېزمنه لار ده.
پاټیل، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره دتعامل او مخامخ خبرو لار هواروي ځکه چې تعامل دامریکايي اتباعو دخوشي کېدو لپاره پر طالبانو یو فرصت دی.
ښاغلي پاټیل دا هم وویل چې امریکا له طالبانو سره دمخامخ خبرو له فرصته دهغو ژمنو دپخلي لپاره هم کار اخلي چې دې ډلې له تروریزم سره دمبارزې په برخه کې کړي دي او له بلې خوا دبشري حقونو درعایتولو یادونې ورته کوي.