Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دامریکا له وتلو وروسته ایا افغانستان دمنځنۍ آسیا په ستونزه بدل شوی؟  

AgoNews: دامریکا له وتلو وروسته ایا افغانستان دمنځنۍ آسیا په ستونزه بدل شوی؟

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دامریکا له وتلو وروسته ایا افغانستان دمنځنۍ آسیا په ستونزه بدل شوی؟

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

4/26/2024 12:00 AM

شرح

 

دافغانستان دمنځنۍ آسیا ګاونډیان هیله من دي چې متحده ایالات به دسپتمبر دمنځنۍ آسیا دپنځو هېوادونو او امریکا (سي۵+۱) په سرمشریزه کې دخپلو ژمنو پر بنسټ په دغه سیمه کې خپل رول پراخ کړي. له امریکا څخه په غوښتنو کې، افغانانو ته دبشري مرستو برابرول او له افغانستان څخه متوجه دترهګرۍ له ګواښونو سره مبارزه شامله ده.

چارواکو له امریکا غږ سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې دازبیکستان له لارې افغانستان ته نورې مرستې هم واستول شي. برسیره پر دې، واشنګټن کولی شي دمنځنۍ آسیا هیوادونو سره پوځي مرستې پراخې او دسیمه ییز ارتباط دلا ټینګولو څخه په کلکه ملاتړ وکړي. په داسې حال کې چې هېڅ هېواد تراوسه دطالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، دمنځنۍ آسیا هېوادونه له طالبانو سره ددوه اړخیزو ګټو لکه امنیت او سوداګرۍ پر بنسټ تعامل کوي. ازبیکستان، چې له کابل سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، له لوېدیځ او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان منزوي نه کړي. له افغانستان څخه دامریکايي ځواکونو له وتلو نږدې درې کاله وروسته، امریکايي چارواکي دمنځنۍ آسیا له همکارانو سره خپلو روانو ګډو هلوځلو او مشورو ته په اشارې سره، ټینګار کوي چې دوی افغانستان په بشپړ ډول ندی پرې ایښي، خو دا مني چې دامریکا لومړیتوبونه اوس پر اوکراین باندې دروسیې دیرغل په څېر په نورو مسئلو باندې متمرکز دي.

دافغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا لپاره دامریکا ددفاع وزارت پخواني مرستیال ډیویډ سیډني وویل: "دامریکا لپاره به یوه یا دوه لسیزې وخت ونیسي چې دا حقیقت درک کړي چې موږ جګړه بایللې ده. موږ ۲۰ کاله وخت نیولی و چې موږ وکولای شول [له جګړې وروسته] په ګټور ډول په ویتنام کې دوباره ښکېل شو." دامریکا دسولې په انستیتیوت کې دافغانستان او منځنۍ آسیا دپروګرامونو مشر سکاټ وارډن په دې اند دی چې دمنځنۍ آسیا حکومتونه دواشنګټن دنفوذ په اړه غلطه محاسبه کوي.

وارډن امریکا غږ ته وویل: "په نړۍ کې ډیری مسلې داسې دي چې باید ټولې په یو وخت کې حل شي. دوی [متحده ایالات] ته دښځو دحقونو په څېر مسئله مهمه ده خو ددې پرخای یې اوس خپله توجه نورو داسې مسایلو ته اړولې چې دلاسته راوړلو او حل کولو ډیره وړتیا یې موجوده ده." ورډن زیاته کړه: "روان وضعیت په واقعیت سره ډیر سخت دی. زما په نظر، بشردوستانه مرستو ته باید شرطونه ونه ټاکل شي. هر ډول اقتصادي بندیزونه هغه افغانان زیانمنوي چې موږ یې ملاتړ غواړو. دا یو ستونزمن توازن دی، او له همدې امله زه فکر نه کوم داسې کومه بله دفشار وسیله موجوده ده چې دوی یې له استعمالولو درېغ کوي."