Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > طالبانو په لومړي ځل داقلیم دبدلون کنفرانس کې برخه اخیستې - تنظیموونکي  

AgoNews: طالبانو په لومړي ځل داقلیم دبدلون کنفرانس کې برخه اخیستې - تنظیموونکي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

طالبانو په لومړي ځل داقلیم دبدلون کنفرانس کې برخه اخیستې - تنظیموونکي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

4/26/2024 12:00 AM

شرح

 
 
 
 
 

په افغانستان کې دطالبانو دحکومت چارواکو په لومړي ځل دملګرو ملتونو دسازمان او نورو نړیوالو خیریه موسسه سره په ګډه پر دغه هېواد باندې داقلیم دبدلون داغیزو دڅیړلو دپاره کنفرانس جوړ کړی دی.

دافغانستان دپاره دناورې دکمیټې په مرسته جوړ شوی دغه درې ورځنی کنفرانس د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) په کابل کې پای ته ورسید. په افغانستان کې ددغې موسسې مسئول تاریا واټرډل خبریالانو ته وویل چې دبیا واکمن کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې دطالبانو چارواکي په دې اړه "په مختلفو سطحو کې له خپلو لویدیځوالو سیالانو سره مخامخ او انلاین خبرو ته کښیني." په دغه کنفرانس کې دپوهنتونونو استادانو، دپلوماتانو، دملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو چارواکو او دافغانستان دمدني ټولنې غړو ګډون کړی و. وټرډل وویل، په خبرو کې ټینګار وشو چې د روان وضعیت سره د مبارزې دپاره "دافغانستان دننه او بهر کې انفرادي او ډله ایزو اقداماتو ته اړتیا ده."

دافغانستان دچاپیریال ساتنې دملي ادارې مرستیال زین العابدین عابد وویل چې پر افغانستان باندې داقلیم دبدلون داغیزو په اړه دسړیو سربیره پنځوس فیصده ښځو هم ددې کنفرانس له ګډونوالو سره خپل نظریات او اندیښنې شریکې کړې دي. عابد وویل: "دا په حقیقت کې لومړی ځل دی چې دحکومت مسئولین، دعامه او شخصي پوهنتونونو، ملګرو ملتونو ادارو ، دپلوماتیکي ټولنې، مرسته کوونکو ادارو، ملي او نړیوالو غیرحکومتي ادارو او دافغانستان دټولنې دډیرو برخو وګړو مخامخ او انلاین بڼه خپل نظریات چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته لومړی ځل و، شریک کړل." ښاغلي عابد کنفرانس ته په وینا کې، دافغانستان له خلکو وغوښتل چې دچاپیریال اړوند مسلو سره دې مسوولانه چلند څخه کار واخلي په ځانګړي ډول اوبه دې په ډیر احتیاط سره استعمال کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دطالبانو دبیاواکمن کېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې داقلیم دبدلون داغیزو دڅیړلو لپاره دغسې کنفرانس جوړیږي. دافغانستان دچاپیریال ساتنې دملي ادارې مرستیال د ملګرو ملتونو پر سازمان غږ وکړ چې دروان ۲۰۲۴ کال دنومبر په میاشت کې ددغه سازمان له خوا په آذربایجان کې په جوړیدونکي نړیوال کنفرانس کې دګډون دپاره دطالبانو دحکومت استازو ته هم بلنه ورکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې ملګروملتونو د تیر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې دمتحده عربي اماراتو ددوبۍ په ښار کې د اقلیم په نړیوال کنفرانس کې دطالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې. ملګري ملتونه وايي چې افغانستان دنړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې داقلیم بدلون ترټولو بده اغیزه کړې ده.

دچاپیریال ساتنې کارپوهان په افغانستان کې دموسمي بارانونو شدت، ناڅاپي سیلابونه او دوامداره وچکالي په دغه هیواد کې داقلیم دبدلون څرګندې اغیزې ګڼي او وايي چې په افغانستان کې دنږدې څلور نیمو لسیزو جګړو له امله دا هیواد په یوازې داقلیم بدلون داغیزو سره مقابله نشي کولی او دنړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. افغانستان کې دملګرو ملتونو دمرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) دبیان له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان ددوو خونړیو زلزلو په ګډون ددریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله دخوراکي توکو دکمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.