Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دبخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې نجلیتوب 'جرم' ګڼل کیږي  

AgoNews: دبخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې نجلیتوب 'جرم' ګڼل کیږي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دبخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې نجلیتوب 'جرم' ګڼل کیږي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

4/26/2024 12:00 AM

شرح

 

دبخښني نړیوال سازمان دبشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې چهارشنبې، اپریل ۲۴(غوايي پنځمه) خپور شو، وایي چې طالبانو په افغانستان کې پر نجونو او میرمنو دپام وړ محدودیتونه وضع کړي چې ظاهرا موخه یې دژوند له ټولو چارو دهغوی حذف کول دي.

دبښني دنړیوال سازمان په دې راپور کې چې د نړۍ په ۱۵۵ هیوادونو کې دبشري حقونو وضعیت ارزول شوی، ویل شوي چې دطالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې "ښځه یا نجلیتوب عملاً جرم دی." په دغه ۴۱۸ مخیز راپور کې چې یوه برخه یې دافغانستان په تړاو ده، ویل شوي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو دطالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، چې هدف یې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو بشپړ لرې کول دي. په راپور کې راغلي چې دطالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې دجنډر یا دجنسیت پر بنسټ دښځو دځورولو په اړه نړیوالې غوښتنې شته چې دغه کړنې دې د"بشریت ضد جنایت" په توګه دې وڅېړل شي. په دغه راپور کې پر ښځو دمحدودیتونو لګول، په خپلسر نیول او توقیف کول، شکنجه او نور ناوړه چال چلند "دبشریت ضد جرمونو" سره برابر ګڼل شوي دي. په دغه راپور کې دملګرو ملتونو دڅو ادارو په حواله په افغانستان کې دکم عمره نجونو داجباري ودونو دزیاتوالي او دښځو او نجونو پروړاندې دکورنۍ تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې، چې ددغه راپور له مخې دخپګان او رواني ستونزو دپېښو دزیاتوالي او هان دافغان ښځو او نجونو دځان وژنې لامل شوی دی.

قومي او مذهبي لږکۍ

دبخښنې نړیوال سازمان پدغه راپور کې همدارنګ ویل شوي، چې په افغانستان کې غیر پښتون توکمونه لکه هزاره، اوزبیک، بلوچ، ترکمن او تاجیک دطالبانو له خوا څنډې ته شوي او دبشري حقونو دغه سازمان له افغانستان څخه دغیرپښتون توکمونو دجبري شړلو قضیې مستند کړي دي. دبخښنې نړیوال سازمان دموندنو پر بنسټ، په افغانستان کې دطالبانو تر واکمنۍ لاندې دیني او مذهبي ازادي د پخوا په پرتله ډیر محدوده شوې او دغه مذهبي ډلې تر ډېره برید څنډې ته شوې دي. دبخښني دنړیوال سازمان راپور همدارنګه زیاتوی: "دشعیه ګانو، سیکهانو، هندوانو، عیسیویانو او اسماعیله وو په ګډون مذهبي اقلیتونه او لږکۍ له ګوښه کیدو، تعصب او تبغیض سره مخ دي او په مذهبي غونډو او مراسمو محدودیتونه وضع شوي او دلیل یې امنیتي ملحوظات ښودل شوي دي."

په دې راپور کې دکوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ دشخړو او جګړو یادونه شوې او ویل شوي چې کوچیانو "دهزاره ګانو په وهلو سربېره د نقلیه واسطو، کورونو او کرنیزو محصولاتو په ګډون دهغوی ملکیتونه هم ویجاړې کړي دي. " ددغه راپور پر بنسټ، دطالبانو په زندانونو کې دبندیانو شکنجه او دجنسي تېریو په ګډون نور ناوړه چال چلند په پراخه کچه تر سره کېږي. همدارنګه، دبښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې دطالبانو له خوا دبندیانو اعدام، سنګسار او په عام محضر کې دوهلو ټکولو ته په افغانستان کې دبشري حقونو دنورو سرغړونو په توګه اشاره کړې ده.

دبیان آزادي

دبخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې دبیان او رسنیو دآزادۍ فضا ډېره محدوده شوې ده. دغه بنسټ دهغو خبریالانو نیول او ځورولو ته اشاره کړې ده چې دطالبانو په اړه یې انتقادي رپوټونه خپاره کړي دي. په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې دبشري حقونو او مدني ټولنې فعالان له تاوتریخوالي، ګواښ او تعقیب سره مخ دي او پدې لړ کې ډېری یې په خپلسر نیول شوي او ورک شوي دي. دبشري حقونو دغه سازمان ویلي چې دطالبانو سخت دریځ او په افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې ددې لامل شوي چې ګڼ شمېر افغانان له هېواده وتښتي. دبخښنې نړیوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې دبشري حقونو دعالي شورا دځانګړي راپور ورکوونکي دماموریت ترڅنګ په افغانستان کې دجرمونو او بشري حقونو دسرغړونو په اړه دمعلوماتو دراټولولو او مستند کولو لپاره یو تګلاره جوړ کړي.دبخښنې نړیوال سازمان دراپور په اړه تراوسه دطالبانو حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه ډله تل دا ډول نړیوال راپورونه پروپاګند بللي او ویلي دي چې په حقایقو ولاړ ندي.

پدې لړ کې دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نړۍ کې دبشري حقونو دوضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور تر خپرېدو وروسته چې دطالبانو په واکمنۍ کې دبشري حقونو دسرغړونو ورته پېښې په کې ګوته شوي، ویلي، چې د لویديځ او افغانستان دبشري حقونو ارزښتونه توپیر لري او لویدیځ هیوادونه دي پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي. مجاهد دسه شنبې په ورځ، اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) دطالبانو تر کنټرول لاندې دافغانستان له ملي راډيو سره په مرکه کې وويل، هغه څه چې په امريکا او لويديځو هېوادونو کې دبشري حقونو درزښتونو په توګه تعريفېږي، ښايي په افغانستان کې هغه ډول تعريف نه شي. هغه وويل، لويديځ هېوادونه بايد خپل کلتور پر افغانانو تحمیل نه کړي او دده په وينا، دافغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق يې داسلامي شريعت له مخې ټاکل شوي دي. دبخښنې نړیوال سازمان کلنی راپور په ایران کې دبشري حقونو په پراخه سرغړونو او همدارنګه داوکراین او غزې په جګړو هم تمرکز شوی دی. دغه سازمان نړیوال همدارنګه نړیوال قوانین د"نابودۍ" په حال کې ګڼلې او دنړۍ ستر قدرتونه یې دنړیوالو قوانینو په تر پښو لاندې کولو تورن کړي دي.