یو دېرش کلنې زیبا احمدي چې په یوه بانک کې يې کار کاوه، اوس پر ښځو دطالبانو دمحدودیتونو له امله په هرات کې دزعفرانو په یوه فابریکه کې کار کوي. نوموړې چې دڅلورو ماشومانو مور ده، اسوشیتید پرېس خبري آژانس ته ویلي، تېر یو کال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. نوموړې ويلي: "زه په کور کې خپګان نیولې وم. زه په ډېر بد حال کې وم ځکه چې دا یو کال کېږي چې هر څه په موږ سخت شوي دي. اوس یوه میاشت کېږي چې دلته راغلې یم. روحیه مو ښه شوې او خوشاله یاستو."
دافغانستان زعفران په نړۍ کې د کیفیت لهمخې په لومړۍ کټګوري کې راځي. هره کیلو افغاني زعفران له اته سوه تر زرو ډالرو پورې پلورل کېږي. په تېر دوبي کې واک ته دطالبانو له راتګ وروسته ډېرو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته دتګ اجازه نهلري او پردوی نوي بندیزونه لګول شوي دي.
هما محمدي ۱۸ کلنه ده. نوموړې د لېسې زده کوونکې وه، خو له تېرو ١٥ مياشتو راهيسې يې خپلو زده کړو ته دوام نه دى ورکړى او اوس دزعفرانو دتوليد په څانګه کې کار کوي. نوموړې وايي: "پارکونه تړل شوي، ښوونځي تړل شوي، موږ له ژوند څخه په بشپړ ډول مایوسه شوي یو، ژوند زموږ لپاره خورا ستونزمن شوی و دکور په څلورو دېوالونو کې بندیانې یو. نو ژوند را باندې خورا سخت دی."
دهرات ولایت دکرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې اوس دزعفرانو دګلانو دراټولولو موسم دی او شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي. ددغه رياست دمعلوماتو لهمخې، زرګونه ښځو او نجونو ته دکار زمينه برابره شوې ده. هرې ښځې او نجلۍ ته چې دزعفرانو دتولید په پروژه کې کار کوي، دورځې ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
فاطمه اکبري چې پخوا دښوونکې وه، اوس په هرات کې دزعفرانو دیوې فابریکې په جوړېدو خوښه ده. اغلې اکبري وايي: "موږ له کار او معلمۍ و ایستل شو. دخپلو ماشومانو او کورنۍ لپاره مو کوم معاش نه ترلاسه کاوه. هر څه په موږ بند دي خو اوس دا یوه هیله راپاتې ده."
که څه هم ښځې دزعفرانو دمحصولاتو په برخه کې له کار کولو څخه راضي دي، خو بیا هم دخپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي، ځکه دزعفرانو دټولولو موسم ډېر لنډ دی او په کال کې یوازې څو اونۍ دوام کوي.