Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > طالبانو له هر راز مخدره موادو کار اخیستل منع کړل  

AgoNews: طالبانو له هر راز مخدره موادو کار اخیستل منع کړل

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

طالبانو له هر راز مخدره موادو کار اخیستل منع کړل

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

11/30/2022 12:00 AM

شرح

 
 

دطالبانو دحکومت دکورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له هر راز مخدره موادو کار اخیستل داسلام له نظره حرام دي او ددې موادو هرراز کاروبار هم جرم ګڼل کېږي.

په یوه بیان کې چې پرون ددې وزارت پر ټویټر خپور شو، ویل شوي دي چې له سرغړوونکو سره به شرعي چلند وشي. همداراز په یوه ویډیو کې دکورنیو چارو وزارت دمخدره موادو پرضد دمبارزې معین ملاعبدالحق همکار ویلي چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د مخدرو موادو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی دهېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري. که څه هم دطالبانو حکومت دمخدرو موادو پر کښت او کاروبار مخکې له دې هم بندیز اعلان کړی و، خو دمخدرموادو دکنټرول نړیوال بورډ تېره اونۍ په یوه بیان کې وویل چې په افغانستان کې دمخدره موادو دکښت او تولید په اړه راپورونه داندېښنې وړ دي او باید مخنیوی یې وشي.

دې ادارې همداراز وویل چې له افغان کروندګرو سره باید دبدیل کښت په برخه کې مرستې وشي. طالبانو دا بیان رد کړ او ویې ویل چې په افغانستان کې دکوکنارو کښت بند شوی دی. له دې مخکې ملګرو ملتونو په تېره لړم میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په روان کال کې په افغانستان کې دتریاک له تولید څخه دترلاسه شویو عوایدو کچه څه باندې یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.