Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره په لومړۍ ليدنه کې څه ويلي؟  

AgoNews: حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره په لومړۍ ليدنه کې څه ويلي؟

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

حنا رباني کهر له طالب چارواکو سره په لومړۍ ليدنه کې څه ويلي؟

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

11/30/2022 12:00 AM

شرح

 

په بهرنیو چارو کې دپاکستان ددولت وزیره حنا رباني کهر له یوه پلاوي سره کابل ته راغلې او دطالبانو دحکومت درئیس الوزرا دمرستیال عبدالسلام حنفي او دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره يې لیدلي.

دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت دویاند مرستیال احمد ضیا تکل وايي، حنا رباني کهر له امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، دافغانستان او پاکستان ترمنځ ددوه اړخيزو همکاريو لپاره به نوي مېکانيزمونه را منځته شي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل دخبرو اترو له لارې وڅېړل شي او دپرمختګ لپاره کار وشي.

تکل زیاتوي، اغلې رباني کهر دافغانستان او پاکستان ترمنځ دهمکاریو په پراختیا ټینګار کړی، څو په خبره یې، له دې لارې دوه اړخیزې ګټې خوندي وساتل شي. نوموړی وايي: "پاکستاني هیئت په پاکستان کې دافغان مهاجرینو سره دښه سلوک، دتګ راتګ په لارو او دویزو په برخه کې دستونزو دحل په باب دهمکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره دتجارت او ټرانزیټ دپیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي."

دا ژمنه داسې مهال کېږي، چې نږدې هره ورځ یوه ویډیو ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي چې ښېي، پاکستاني پولیس له افغانانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي. دغه شان پاکستان ډېر ځله دوی سره لارې تړي چې له امله یې افغان سوداګرو او تر خوا یې پورې غاړه اوښتونکو مسافرو ته لوی سر خوږی جوړوي. دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي حنا رباني کهر سره کتنه کې په پاکستان دافغان بنديانو دخلاصون، دمسافرو دتلو راتلو او په لارو داوښتو په برخه کې داسانتیاوو جوړولو، سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کي دپرمختګ او چټکتیا په اړه خبرې کړي. حنا رباني کهر دطالبانو درئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره هم کتلي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت هم په خپله رسمي ټوېټرپاڼه ددې لیدنې په اړه لیکلي، په دې کتنه چې دطالبانو دکانونو، اقتصاد او سوداګرۍ وزیران هم وو، په دوه اړخیزې سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د همکاریو په ټینګښت خبرې شوي.

په بهرنیو چارو کې دپاکستان ددولت وزیره داسې مهال افغانستان ته راځي چې دپاکستاني طالبانو او دپاکستان دحکومت ترمنځ دسولې دخبرو دپرمختګ لپاره شوی اوربند پای ته رسېدلی او تحریک طالبان پاکستان خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې پاکستانی پوځ او پولیس په نښه کړي.

واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته، طالبانو دپاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ دوه ځله دخبرو منځګړيتوب کړی، خو دواړه ځله دا خبرې بې‌پایلې وې. خو دخبرو له پیل راهیسې تر همدې تېرې اوونۍ په افغانستان کې دپاکستاني طالبانو څو مهم غړي وژل شوي. طالبان داسې مهال له یوې پاکستانۍ لوړ پوړې چارواکې سره ګوري چې په کور دننه یې دافغان ښځینه سیاست‌ والو فعالیت بند کړی، تر څنګ یې په ټولنیزو چارو کې دښځو دګډون مخه‌ نیولي او له شپږم ټولګي پورته یې دنجونو ښوونځي هم تړلي دي.