راپورونه وايي، چې ایراني چارواکو دتاجیکستان پلازمېنې دوشنبې ته دهرات دمشهور قومندان محمد اسماعيل خان دسفر مخنیوی کړی.
اسماعيل خان، چې ایران ته نیږدې کس بلل کېږي، دطالبانو په لاس دهرات له سقوط او ددوی له اسارت څخه ترخلاصېدو وروسته دایران مشهد ښار ته تللی. نوموړي ایران ته له تلو وروسته دطالبانو پرضد دفعاليتونو هڅه وکړه، خو ایران ېې مخنیوی کړی و.
څو میاشتې مخکې په ایران کې دایران په منځګړیتوب دطالبانو دبهرنيو چارو دوزير مولوي امیرخان متقي په مشرۍ دطالبانو یوه لوړپوړي پلاوي سره داسماعیل خان او احمد مسعود مذاکراتي ناسته هم شوې وه، خو بې پایلې پای ته ورسېده. معلومه نه ده، چې اسماعيل خان تاجيکستان ته دڅه لپاره تللو؟
په تاجيکستان کی دطالبانو پرضد ديوې وسله والې ډلې (مقاومت جبهې) مشران مېشت او له هغه ځايه خپل فعاليتونه تنظيموي. ایران دطالبانو دادارې له نیږدې متحدینو څخه دی، چې دادارې پر جوړښت ېې له ځینو نيوکو سره غوڅ ملاتړ ورڅخه کوي.
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته ووته.
افغانستان وروسته له دې چې له سریلانکا څخه یې دیوې لوبې په ګټل لس پوانیټونو او دبلې دلغوه کېدو په خاطر ۵ پواینټونه ترلاسه کړل، نړیوال جام ته لاره وموندله.
ټاکل شوې ده چې افغانستان او سریلانکا د چهارشنبې په ورځ په درېیمه یا وروستۍ مسابقه کې له یو بل سره مخامخ شي. په همدې حال کې دافغانستان دکرکټ نامتو ستوري راشد خان ویلي چې په انسټاګرام کې یې دمینه والو شمېر ۵ میلیونو ته ورسید. ده په دې خاطر له خپلو مینه والو مننه کړې ده.