دافغانستان داوسپنې پټلۍ اداره وايي چې دروان کال (دچنګاښ له ۳مې څخه دچنګاښ تر ۹مې) پورې، دهېواد داوسپنې پټلۍ له لارې ۵۷ زره ۵۳ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
دباختر آژانس دخبر له مخې دغه ادارې نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دحیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ٣۹ زره ۹۶، دآقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۴ زره ۶۹۰ ټنه او دتورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۵ زره ۵۲۶ ټنه واردات چې ټولټال ۴۹ زره ۳۱۳ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد شوي او همدارنګه، په ياده موده کې ۷ زره ۷۴۰ ټنه صادرات چې زیاته برخه یې ممیز جوړوي، ترسره شوي دي.
دافغانستان داوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي دلازیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دغه ادارې تېره اوونۍ اعلام وکړ چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، دافغانستان داوسپنې پټلۍ داسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دي.