دطالبانو عدلیې وزارت ددوی دځانګړې محکمې له لوري دکابل دپغمان ولسوالۍ اړوند دشهید سردار محمد داود خان ښارګوټي ددولتي تثبیت کېدو خبر ورکړی دی.
یاد شوي وزارت دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته درسېدنې ځانګړې محکمې دپغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې دسردار محمد داوودخان په نوم یادېږي، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې دځمکو له غصب څخه دمخنیوي کمېسیون ددعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه دولتي تثبیت کړې او دځمکو له غصب څخه دمخنیوي او دغصب شویو ځمکو داسترداد کمېسیون ته یې سپارلې ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې دځمکو له غصب څخه دمخنیوي کمېسیون دیادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې دموجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.
دسرچینې دمالوماتو له مخې یاده شوې ځمکه بلند آبه او تپه زاره ده او ددغې قضیې مدعي علیه دمحکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نه شول کړای چې ثابته کړي دا ځمکه دافرادو شخصي ملکیت ده ځکه چې په وړاندې شویو ځینو سندونو کې جعل او تزویر ترسره شوی و. دعدليې وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې ددې پروړاندې سندونه، املاکي دفترونه او دځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې دولتي توب په ډاګه کوي چې په همدې دلیل یاده ځمکه دځمکو له غصب څخه دمخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.
دطالبانو داعلامیې له مخې، دځمکو له غصب څخه دمخنیوي کمېسیون دهېواد په څلورو زونونو کې څلور ځانګړې محکمې لري او په هر ولایت کې دغصب شویو ځمکو دتشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته درسېدو لپاره کار کوي. دطالبانو عدلیې وزارت هڅې دځمکو دغصب دمخنیوي پر وړاندې څو ځله ستایل شوي او دفعالیتونو دپراختیا غوښتنه یې شوې ده.