دامریکا بهرنیو چارو وزارت دطالبانو درژیم هغو ادعاوو ته غبرګون ښودلی، چې ددوی پر رژیم دامریکا مالي بندیزونه یې دافغان بانکونو دفعالیتونو خنډ ګڼلی.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت دویاند مرستیال ودانت پاټل ویلي، چې ددوی بندیزونه نه، بلکې دطالبانو هغه کړنې چې له بشري حقونو دسرغړونې سبب دي، دافغان بانکي فعالیتونو خنډ ګرځیدلي. دنوموړي په وینا، خصوصي بانکونه دطالب رژیم دبشري سرغړونو له امله افغانستان کې دخپلو فعالیتونو په اړه دوه زړي دي.
طالبانو ددوحې په درېیمه ناسته کې یوه مهمه غوښتنه همدا لرله، چې امریکا او نور هېوادونه دې ددوی پر رژیم بانکي او نور مالي بندیزونه بیرته واخلي. امریکا او نورو هېوادونو بیا ویلي، چې دطالبانو رژیم نه مشروعیت او ورڅخه دنړیوالو اندېښنې سبب شوي، چې پردوی مالي بندیزونه ولګول شي.
عام افغانان بیا باور لري، چې دغو بندیزونو تر هر چا زیات دوی ته تاوان رسولی. دوی هغو ادعاوو ته په کتو سره، چې له طالب رژیم څخه دامریکا دښکاره او پټ مالي ملاتړ په اړه کیږي، وایي چې امریکا او نور هېوادونه باید طالبانو سره خپل حساب دوی ته له زیان رسونکو اقداماتو جلا کړ.