د افغانستان بانک نن چارشنبه د چنګاښ دیارلسمه ویلي، چې د دې بانک د ټولو چارسمبالي ریيس هدایت الله بدري پر مشرۍ پلاوي د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ په دوهویشتمه کلنۍ عمومي غونډه کې، چې د جولای پر لومړۍ او دوهیمه نېټه په جیبوټي هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
په دې غونډه کې، چې د نورو اسلامي هېوادونو د ۲۶ مرکزي بانکونو ریيسانو او استازو ګډون کړی و؛ د بورډ د تېر کال د کړنو او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړیو هېوادونو لهخوا له بحث وروسته تصویب شول.
دوی د یوه باثباته اقتصادي توسعې لپاره پر مالي شمولیت، په اسلامي مالي نظام کې د وقف او زکات پر ارزښت، په دې برخه کې د اړوند بنسټونو پر رامنځته کولو، د مالي نظام پر برښنایي کیدو د شغل او کار په رامنځته کولو کې د هغو پر اهمیت، مالي تکنالوژۍ یا فینټېک پر وړاندې د شته ګواښونو او پدې اړوند د شریعت له اصولو سره سم د مقرراتو رامنځته کېدو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو بحثونه تر سره شول.
له یادې غونډې وروسته د افغانستان بانک د ټولو چارسمبالي رییس د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ له ریيس سره په ځانګړې لېدنه کې د افغانستان بانک د کنګل شویو زېرمو، بانکي سکټور د اسلامي کېدو، ښونیزو پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو هم خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ یو نړیوال اسلامي بنسټ دی، چې په کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.