دسوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالي ازبکستان ته په خپل سفر کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګرۍ دخونې پر جوړېدو هوکړه وکړه. دافغانستان دصنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې دا هوکړه دازبکستان دلومړي وزیر له مرستیال سره دنورالدین عزیزي او مل پلاوي دکتنې پرمهال رامنځته شوې ده. دغه راز دواړو لوریو دسوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پر پراختیا، دافغانستان په ګټه دیو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دسوداګرۍ دتوازن، دپانګونې او ټرانزیټي تړونونو دوروستي کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت د دوه اړخیزو سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو پر پراختیا، ددواړو هېوادونو تر منځ دسوداګرۍ دمتوازن کولو، دافغانستان داوسپنې پټلۍ په سکټور کې دازبکستان دهمکارۍ، دسورخان - پلخمري دبرښنا دلېږد په برخه کې دهمکاریو په اړه خبرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې نن په تاشکند ښار کې دافغانستان او ازبکستان درې ورځنی ګډ نندارتو رسماً پرانستل شو.