دهالنډ داستخباراتو پخواني مشر دیک شوف نن سه شنبه جون دویمه (چنګاښ۱۲) ددغه هېواد دنوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه. دهغه دلوړې په مراسمو کې دهالنډ پادشاه هم حاضر و.
ددیک شوف نوی ماموریت به دکډوالو او پناه غوښتونکو په اړه دهغه جدي تګلارې او اقدامات وي. مارک روته ۱۴ کاله دهالنډ صدراعظم و، خو په ټاکنو کې د«آزادۍ» ښه اړخ ګوند بریالی شو او هغه دیک شوف ته صدارت وسپاره.
نوي صدراعظم په خپل ایکس حساب کې دهالنډ دپادشاه سره یو ځای خپل یو تصویر خپور کړی او لیکلي دي: «دصدراعظم په توګه کار کولو ته ډېر لیوال یم.» د«آزادۍ» ګوند مشر ګریت وایلدرز دایتلافي حکومت دجوړېدو په اړه دمذاکراتو دروان ساتلو په هدف دصدارت له غوښتنې څخهلاس په سر شو. ځینو مذاکره کوونکو ویلي چې داسلام په ضد او داروپايي ټولنې په اړه دهغه څرګندونو ته په کتو به دا سخته وي داسې کس دې دهېواد چارې مخې ته یوسي.
ګریت وایلدرز څو کاله مخکې په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ویلي وو چې هالنډ ته به دمسلمان کډوالو راتګ بندوي، جوماتونه به تړي، یو بل ته به دقران ډالۍ کول منع کوي او له اروپايي ټولنې څخه به هالنډ وباسي. دهالنډ نوی صدراعظم باید دخپل ماتیدونکي حکومت دایتلاف دشریکانو دساتلو لپاره له خپل واک او تجربو څخه کار واخلي. دکډوالو او پناه غوښتونکو په اړه دسختې تګلارې ترڅنګ، ایتلاف دزړورتیا او سرلوړۍ په نوم د ۲۶ مخونو یو تړون هم لاسلیک کړی دی. په تړون کې داسرائیل له تل ابیب څخه بیت المقدس ته دهالنډ دسفارت انتقال هم په نظر کې نیول شوی. روته په هالنډ کې دخپل ۱۴ کلن صدارت څخه وروسته بروکسل ته ځي او هلته به دناټو دنوي عمومي منشي په توګه خپل نوی ماموریت پیل کړي.