Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ملګري ملتونه په دوحه کې له افغان فعالانو سره دبشر او ښځو دحقونو دمسئلې په اړه غونډه کوي  

AgoNews: ملګري ملتونه په دوحه کې له افغان فعالانو سره دبشر او ښځو دحقونو دمسئلې په اړه غونډه کوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ملګري ملتونه په دوحه کې له افغان فعالانو سره دبشر او ښځو دحقونو دمسئلې په اړه غونډه کوي

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

7/4/2024 12:00 AM

شرح

 

سه شنبه جولاۍ دویمه (چنګاښ۱۲) دافغانستان لپاره دیو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي به له یو شمېر افغان فعالانو سره په افغانستان کې دبشر او ښځو دحقونو دمسئلې په اړه غونډه کوي.

دا غونډه په دوحه کې کېږي او ملګري ملتونه یې کوربتوب کوي. دملګرو ملتونو دعمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ددوشنبې په ورځ، جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۱) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې ددې غونډې مشري به په سیاسي او دسولې په چارو کې دملګرو ملتونو دعمومي منشي مرستیاله روزمري دیکارلو وکړي. دا غونډه ددوحې درېیمې غونډې یوه ورځ وروسته جوړیږي. روزمري دیکارلو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره دټولو هیوادونو ځانګړي استازي برخه نه اخلي.

ددوحې په درېیمه غونډه کې دافغان میرمنو او دمدني ټولنې دفعالانو نه موجودیت او ددې غونډې له اجنډا څخه په افغانستان کې دبشري وضعیت او ښځو دحقونو اړوندو مسلو دایستلو له امله د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او دښځو دحقونو افغان فعالانو په ملګرو ملتونو باندې نیوکې کړي او دخپل منشور څخه په سرغړونې تورن کړی دی.دملګرو ملتونو ددغه اقدام سره داعتراض په توګه دښځو دحقونو یو شمیر افغان فعالانو ویلي چې دملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې دسه شنبې دورځې په غونډه کې ګډون نه کوي.

دافغانستان دمخکني حکومت دبامیان ولایت والۍ حبیبه سرابي، دښځو دچارو دوزارت مرستیالې نبیله مصلح او دښځو دحقونو یوې فعالې زبیده اکبر په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې دملګرو ملتونو په کوربتوب یې دمدني ټولنې دفعالانو سره افغانستان لپاره دیو شمیر هیوادونو دځانګړو استازو په غونډه کې دګډون بلنه داعتراض په توګه رد کړې ده. خو ملګرو ملتونو مرستیالې روزمري دیکارلو دیو خبریال دپوښتنې په ځواب کې وویل: "زه دمطرح شویو انتقادونو څخه په بشپړ ډول خبره یم او هغه درک کوم او غواړم پرڅو موضوعاتو باندې ټینګار وکړم... ملګرو ملتونو لپاره په سیاسي او دسولې په بهیر کې دښځو معنی لرونکی ګډون اصل دی. ما دغه مسئله داوسنیو چارواکو [طالبانو] سره په ټولو غونډو کې مطرح کړې ده او سبا به هم دافغان میرمنو او مدني ټولنې له استازو سره په اړه بحثونه ولرم."

دملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې دا بحثونه دهمدې بهیر یوه برخه ده او ددې سره سره چې افغان میرمنو د طالبانو سره د خبرو په میز حاضرې نه وې دهغوی غږ اوریدل شوی دی. په عین وخت کې په دوحه کې ددغې غونډې دجوړیدو سره هممهاله کابل کې دښځو دحقونو یو شمیر فعالانو ویلي چې هیڅ سازمان ددې حق نه لري چې د افغان میرمنو او دافغانستان په آینده باندې معامله وکړي. دښځو دحقونو یوې فعالې او "دافغانستان دجمهوریت غوښتونکو ښځو شبکې" رئیسې حلیمه پژواک، رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي:" یوې تروریستي ډلې ته مشروعیت ورکول کومه توجیه نه لري او مونږ په کلکه له ملګرو ملتونو څخه خپه شوي یو، تمه مو لرله چې ملګري ملتونه دافغان میرمنو په څنګ کې ودریږي او دافغانستان خلکو ته یوه اساسي او بنیادي نسخه وړاندې کړي." خو دملګرو ملتونو دعمومي منشي مرستیالې دیکارلو ددوحې ددرېیمې غونډې په پاې کې ویلي چې دا بهیر لاروان دی: "دغه ارزونه د لا رغنده بهیرغوښتوونکې ده چې ټولو غاړو ته څرګندونو شرایطو او توقعاتو سره برابره اوسي. ددې له امله مونږ یوه اصولي کړنلاره پړاو په پړاو ټولو غاړو ته دپایلو او ژمنو څخه په څرګند درک سره تعقیبوو. مونږ لاهم ددې بهیر په پیل کې یو."

ددوحې په درېیمه غونډه کې دطالبانو دحکومت دپلاوي مشر په دغه غونډه کې دګډون وروسته خبریالانو سره په خبرو کې دنجونو او ښځو دتعلیم په اړه دغونډې دګډونوالو ترمنځ اندیښنې ومنلي، خو ویې ویل چې دا اندیښنې دافغانانو اندیښنې هم دي. هغه وویل: "دا یوه ولسي او افغاني مسئله ده مونږ دوی ته وایو چې مونږ په خپله هم هڅه کوو چې دې موضوع ته حل لاره پیدا کړو په دې قیمت نه چې خدای مکړه چې زمونږ ټولنه بیا جنګ اختلاف او بدبختي ته داخله نشي."