Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي  

مطالب تحریری فرهنگی: لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: محمد حامد الوتاندتاریخ: 12/19/2014

          لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي    

   څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

 

        آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي

                                بېا د افغانې مور بچېان پراته دي

                       څوک پېښور، څوک په کابل څوک په مردان پراته دي

                               لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي

 

دلته د چا پښتنه څوک وکوي 

                     چې مې په کور داړه ماران پراته دي

دا بې وسۍ دا بې کسۍ ته ګورۍ

                       په لر او بر مې یتیمان پراته دي

  

     هر یو چې ګورې ځان ځانۍ کې ډوب دی

                    بل یې دی هېر په څوچ د ځان پراته دي

د ملي ګټو څوک پروا نکوي 

                        د  شخصي ګټو  په ارمان پراته دي 

 

نه خپل یتيم نه بېت المال ته ګوري

                        مړښت یې نشته ټول دېوان پراته دي

د اختلاص، چور په مافېا بدل شول

                          په  هر قدم کې  پاټکیان  پراته دي

 

 

داسې پېغور دا بې ننګي ته ګورۍ

                          دلته بې  ننګه ټول لټان  پراته دي

دا ځېنې ، ځېنې عالمان پوهان زمونږ

                         تل د‌ پردو په  دسترخان پراته دي

 

آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي

                     څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

 

دلته لارښود نشته مخکښ نشته دی

                        ځکه هر څه ټول په ډېران پراته دي

نه اراده شته نه باور په خپل ځان

                          د بل په امر په فرمان پراته  دي

             

هم منور هم مخور زمونږ واړه 

                        خواره واره په ټول جهان پراته دي

ورځ مې تر بلې خرابېږي ګورۍ 

                    لکه کدوان زمونږ ټول پوهان پراته دي

 

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي

           بېا په فراه، کنړ ، لغمان پراته دي

 

دلته تشخیص دلته علاج نشته دی

                    هسې بې توله ډاکتران پراته دي

ټول پاکستان او هند ته څي راځي دوی

               دلته مې هر څوک بې درمان پراته دي

 

 

دلته انګرېز دا قوم همداسې غواړي

                  د پیر ، حضرت لا پېروان پراته دي

داسې شډل دا بې خبره له ځان

                پښتانه  هسې پداشان  پراته  دي

 

لکه تنکي ، تنکي ګلان پراته دي

                 څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

 

مونږ ډاروي د آخرت له ورځې

                   خپله مزو کې د جهان پراته دي

په ما او تا باندې جګړې کوي دوی

              خپله په غېږ د خپل جانان پراته دي

 

 

د بل بچي باندې جهاد فرض ګڼي

              خپل یې یوروپ کې عیاشان پراته دي

د هر څارګرې ادارې غړي شول

         ظاهرعالم باطن کې واړه غلامان پراته دي

 

تل د خانانو او شتمنو تر څنګ

                په هر درګاه دوی ملنګان پراته دي

دغه بې علمه بې تعلیمه خلک

                   د خېراتونو په ارمان پراته دي

 

 

نه د چا پت او نه عزت ته ګوري

             سپینو جامو کې شېطانان پراته دي

نه مو د دین نه د آیېن پروا کړي

                  دلته دا واړه تاجران  پراته دي

 

د دوی فتواوې له لندن نه راځي

         کنفدراسیون کې پنجابېان پراته دي

په اتم بم چا اسلامي نوم اېښئ

               دایې عالمان  دا جنرالان پراته دي

 

آسمان پرې ژاړي ماشومان پراته دي

             څومره معصوم مو شهیدان پراته دي

 

ما مسلمان کړل دا جټان ، پنجابېان

               اوس راته دوی ټول مولویان پراته دي

 اوس یې دا خپل اصل او نصب هېر کړۍ

               اصل کې واړه دوی ډمان  پراته دي 

 

اوس دا ملت دوی په دوه برخو وېشي

                 چې په کابل یې غلامان پراته دي

د لر او بر تر مېنځ پاسپورت ته ګورۍ

                 دوی د یووالي په تاوان پراته دي

 

 

نه ځي په لار او په ګفتار د بابا

                  تش په نامه د باچا خان پراته دي

تللي هغه سپېڅلي نشته دي اوس 

           اوس د خپل ځان خدمتګاران پراته دي

    

لکه په ژرنده کې زه دل کړم واړو

                په  ټولو لارو مې  ماران  پراته دي

هم خاکیشاه ګوته په غاښ شو دوی ته

            دا ښئ او کین ټول مداریان پراته دي

 

بېا د افغانې مور بچېان پراته دي

        بېا په فراه ، کنړ ، لغمان پراته دي

 

 

نو 

غچ مونږ هرو مرو له هر چا اخلو

                 پدې وطن کې لا ځمریان پراته دي

په لر او بر د دې ګلشن ساتوونکي

           سر یې په لاس کې سربازان پراته دي

بیا

شۍ لر او بر سره یو موټۍ د افغان په خاطر

        هم د دې خکلي لوی وطن افغانستان په خاطر

ملي پاڅون ته څمون وکړۍ دې ارمان په خاطر

        زما "حامد" دا بې توګمو څیرې ګرېوان په خاطر

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ