Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > څپره  

مطالب تحریری فرهنگی: څپره

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سیدهمایون اولسیتاریخ: 10/8/2014

 

 

                  څپره

اروپا  کې مې  ولید  ډیـر  ځـایونه

ډیر  ښارونه٬ محـلونه٬  هـیوادونه

هیر مې نشو د وطن هماغه  څپره

چې پراته پکې  کټونه  لـر  او بره

هماغه ونې ها ویالې  چې  یادومه

د یورب  دغه ښـکلا  بیا  هیرومه

هلته  ناسته کې وو٬ هسې   کیفونه

چې کیفیت یې نلرې دغه قصرونه

چا  کیسی٬ چا  مرکې  پکې کولې

دغیرت شملې یی هسکې وې نیولې

په  مسکو٬ پراک٬ هالنډ  او  آلمان

و مې نه  لید ثانې د  یو  پټان  (۱)

ای وطنه! ته خو بیا به  شې  ودان

وې٬ مختورې  به   دا  غارتګران

 

 

۱ هندوانو یوازې غرنې پښتنو ته ( پټان ) ویل.

بنقل از شماره ۱۶۰ و ۱۶۱ مارچ و اپریل ۲۰۰۴ ماهنامه دعوت چاپ ناروی

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ