Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > ملی بیرغ  

مطالب تحریری فرهنگی: ملی بیرغ

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: یوسف هېواددوستتاریخ: 9/15/2014

 

لنډه کیسه                    ملی  بیرغ            

دا يې څو یم ځل دی چې د هغه د ښوونځي ښوونکي او مشران ما ورغواړي او اوس نو د نورو سوچونو سره  دا هم راپه غاړه شوه چې یوه نوې او سمه لاره باید پیدا کړم ...کنه نو په دواړو برخو کې تاوان کوم ...هم مې اولاد له لاسه ورکوم او هم افغانیت . په لومړي ځل یې چې وروغوښتم ، هم یې ښوونکي او هم د ښوونځي آمر دا راته په ګوته کړه چې ( ستا ځوی توریالی  ښه حاضري لري ، ښه فکر او ښه استعداد لري خو موږ فکر کوو چې هغه کومه رواني ستونزه لري او موږ ته ډېر ناارامه ښکاري . ځکه په ټولګي کې ډېر ځله په فکر او سوچ کې ډوب وي ، په لاس خبرې کوي ، له ځان سره څه وایي او ډېرې لږې خبرې کوي . ..) هغوي دا هم راته وویل چې : (توریالی په تفریح کې نه له چا سره خبرې کوي ....او نه له چا سره ګرځي ... تل ګوښه او یوازې وي ...ښایي تاسو  به په کور کې د  ده  د ناآرامئ موجبات برابروئ ؟...) . ما ورته په خندا وویل چې موږ همدا دوه اولادونه  لرو او دا مو د زړه ټوټې دي ، څنګه به موږ دوي ناآرامه کوو؟! ...خوچا ته یې وایې ..دوي راسره دا خبره نه منله .، په تېره بیا د دوي د ښوونځي  د رواني برخې  ښوونکې  زه تر ډېرو پوښتنو لاندې نیولی وم...له هغوي سره دا شک  دی چې زه او مېرمنه  مې په خپلو کې  سره جوړ نه یو  او هره ورځ به په کور کې  په وړو او کوچنیو خبرو  سره شخړې ، جګړې او لفظي ناآرامي کوو او دا د دې لاامل شوی چې زموږ پر ماشومانو  خپله ناوړه اغېزه وکړي ، او یا ښایي  موږ یعنې زه او د توریالي مور به ، خپل ماشومان  تهدیدو ، پټکې ـ اټکې به پرې کوو او یا به دوي هره شېبه زموږ د لاسه وهل او ټکول خوري ... او همداسې نور .هلته زموږ ژباړن هم ناست و ، ځکه موږ خو د دې خلکو په ژبه نه پوهیږو .دوي موږ ته  یو ایراني ترجمان راغوښتی و چې هغه هم په پشتو نه پوهېده او موږ هم چندان په پاړسو.ما د رواني ښوونکې  د دغو ډېرو پوښتنو پر وړاندې غبرګون وښود  او په زغرده مې ورته وویل چې : موږ لکه  تاسو نه یو ، تاسو کې خو کورنۍ نشته ، نه اولاد تاسو پېژني او نه تاسو اولاد  پېژنئ ، موږ شکر دی له داسې هیواد څخه یوه  داسې روزنه له ځان سره راوړې چې هلته  په افغاني کلتور کې کورنۍ لکه د سترګو تور ګڼل کیږي ...موږ افغانان یو او اسلامي عطوفت او مینه مو په زړونو کې ده .اولاد راته د ژوند میوه ښکاري ...آخر موږ دا ټولې ستونزې د همدغو اولادونو لپاره تېروو . که څه هم زما په خبرو د ښوونځي د ښوونکې رنګ والوت ، سره شوه ، خو هیڅ یې راته و نه ویل ... او زه په دې وپوهېدم چې دا لویدیځوال څومره د حوصلې خاوند او متین خلک دي .که دا ډول خبرې ما په خپل هېواد کې له خپلو افغانو ښوونکو سره کړې وې ، هماغه شېبه یې له ښوونځي وېستلم . په هر حال  دا ډېرې شپې او ورځې کېدې چې ما په موضوع باندې فکر کاوه ...چې ولې توریالي کې دا نیمګړتیا راپیدا شوې ؟ څه کم لري ؟ ښه خواړه ؟ښه میوه ؟ رنګارنګ کالي ؟ ... هیڅ نه پوهېدم ، هغوی ته هر څه شته ...آن د ښوونکي او زموږ د کمون ( ښاروالۍ )د چارواکو په سپارښتنه مو  بچیانو ته په کور کې بېله بېله کوټه  وروسپارله ، همدا اوس  توریالی چې د نهو کالو دی ځانته بېله کوټه لري .په کوټه کې  هر څه او هر شی د ده د خوشالۍ او د کارونو د ښه ترسره کولو لپاره موجود دي ...کله مې فکر ته راشي ، کله چې  زه د دولسو یا دیارلسو کالو وم ، لږ لږ مې یادیږي چې زما خدای بښلي پلار د  رمو د پولو  په وخت کې زموږ د کلي په پاس دامنه کې منګري مار وچیچه او ځای پر ځای مړ شو ، او هفته لاتېره نه وه چې زما کاکا  ، زما مور باندې نکاح وتړله او دا په داسې حال کې و چې زما ادې  دېرې خاورې پر سر باد کړې ، چیغې او بغارې یې ووهلې  ، عذر او زارۍ یې وکړې چې زه بل واده نه کوم ، غواړمه دا خپل کونډتوب د خپلو بچیانو په تربیه کې او د هغوی تر څنګ په حیا کې تېر کړم ...خو زما کاکا او دا نورو کله دا منله .دا زموږ د کلي ناوړه دود و چې کونډه د خپل برخلیک اختيار داره نه وه ، او زما کاکا زموږ د کلي ملا صیب او ملک صیب ته زموږ  د مېږو  او چاري پسونو په بخشش کولو سره  د هغوي خوله هم وروتړله او هغوي هم وروسته له ښه غوړ پلو نه زما له کاکا سره زما د مور نکاح زما د مور د غوښتنې پر خلاف  وتړله او زما ادې یې خپل کور ته یووړه او موږ دوه ورونه  او یوه خور  تر ډېرو کلونو ، د خپلو اکا ځامنو سره چې شمېر مو اتو ته رسېده  په یوه کوټه کې بیده کېدو .ښوونځی او مدرسه نه وه ، خو خدای دې زما پلار وبښي سره له دې چې دی یوه پونده کوچی و ، خو بیا هم موږ یې د کلي جومات ته د سبق او لوست لپاره لېږلو...او هماغه برکت و چې یو څه لیک ـ لوست مو زده کړی و ، او بیا ډطر کلونه وروسته په ښار کې مې ځانته نوکري پيدا کړه .لومړی مې يو یو دفتر کې پیاده ګري پیدا کړه او بیا کاتب شوم ....خو اوس ګوره چې زمانې څومره توپیر کړی .دا ځوی مې توریالی جان  هم د هماغه افغانستان دی .ځانته بېله کوټه ، د درس او سبق وسایل او د اړتیا وړ ټول توکي لري او دا  ورته موږ چمتو کړي ، په نس موړ  او په تن پټ  ګلالی ماشوم دی .تر دغه ځایه چې دا اوس موږ په کې لکه مهاجرو اړولي  ، یاره  که غاړه مې بنده نه شي  ،پنځه ـ شپږ هېوادونه مو ولیدل  .هر هیواد کې کال ـ نیم کال پاتې شو ، ځکه موږ سره څه نه ول ، لکه دا نور ځیني ـ ځینې چې له هېواده په ډکو جېبونو ووتل ...موږ خو سپېره ـ مېره چا په وطن کې هم خدمت ته پرې نښودواو دلته هم سپیره یو . سر مو لا نه و راپورته کړی چې  په ارګ کې د دوو تره ځامنو  زور وهل پیل شول او په غوبل کې یې پاچاهي لاړه تباه شوه او بیا نو همدا نوي کسان هم  دومره مغروره شول چې خپل غرور پسې واخیستل او تباه شول .همدغسې یې درواخله بیا د نور چې سره دسمالونه به یې  په لاس ول ،  یو بل یې وخوړل . له سیالۍ او رقابت نه یې یو بل پسې یې سره روسان راوستل   او چې بیا ورپسې د چور او لوټ واکداران راغلل نو د مجاهد په نوم یې کور په کور لوټ پیل کړ  ، د دوي لاسونه ډک او جیبونه یې لا وپړسېدل او موږ پاتې دا ټول ملت تر ننه  همداسې تش لاسي پاتې شو ، نو ځکه خو کله چې مهاجر شوو  نو باید هر هېواد کې مو  کال نیم کال یا زیاتره  وخت تېرکړی وای چې یو څو غیرانه مو پیدا کړي وای .په خدای باور وکړئ په وږي نس مو کار کړی چې دا د قاچاقبر پیسې پیدا کړو ...نو همدغه  لاامل دی چې زما بچیانو په هر نوي هېواد کې یو نوی کلتور  ، نوی ژوند  ، نوې ژبه او راز راز خلک  ولیدل .دوي له موږ غټانو سل وارې ښه دي ...په دا لږ عمر خو دا دی تر لویدیځه راورسېدل ، سبا ژوند یې تضمین دی ‎، خو زه نه پوهیږم ولې توریالی په دې بلا اوښتی ؟ یو وار ښايېرۍ  د توریالي جان مور راته وویل  چې (( دا هلک  خپل ځان په څو ژبو کې ورک کړی ، په یو هېواد کې یې یوه ژبه زده کړه ، بیا چې بل هېواد ته مو کډه وکړه ، هلته له بلې ژبې سره مخامخ شو او همداسې په دا اوو ـ اتو هېوادو کې دا میرات مړې  د خدای بلا ژبې ، او بیا په هر هېواد کې اقتصادي ستونزو ، د پولیسو او د سیمې د خلکو ځورول او له بلې خوا پر بچیانو زما او ستا ټینګار چې  پام کوئ خپله ژبه او اسلام هېر نه کړئ ، دا ټول  د دومره ماشوم له لپاره آن د غټانو لپاره د زغملو وړ نه دي ! فکر کوم  توریالي ځان په دې  دومره زیاتو ژبو کې ځان ورک کړی ! ته څه فکر کوې ؟ .))د دې خبرو په اورېدو سره مې په ماغزو کې یو ډنګ شو او ځان سره مې فکر وکړ  چې رښتیا  هم زموږ ماشومان له دې ستونزو سره مخامخ دي .ښاپېرۍ خوبه د خپل همیشني عادت له مخې خپله خوله راخلاصه کړه او په ښېراو  به یې پیل وکړ (( ... خدایه ! ته دوی ورک کړې ،دا د اسلام په نامه غله او لوټماران خدایه زموږ له وطنه ورک کړې ...د خپلو اولادونو  په ناروغۍ او ویر یې کینوې ..نه بل څوک خدمت ته پرېږدي او نه دوي څه د خدمت او د ملت د راټولولو غیرت لري ، د اسلام او کفر په نامه  لوټ او تالان یې راپیل کړ ،ټول مسلمانان یې د ژبو او سیمو په تعصب کې وریت کړل .هلته په وطن کې  یې د اولس بچیان او تنکي ځلمیان په نیستۍ او بدبختۍ اړولي او موږ یې دلته تباه کړو .که ددې قاچقبرانو او هیروینو مافیا خپل منځي جګړې نه وای نو موږ به دلته په دې پردیو او کافرو هېوادو کې څه کول ؟! موږ دلته په کافر ملک کې اودس او لمونځ کوو ، خو دوي هلته د قدرت پر سر ملیونونه خلک وژني ...چوکۍ یوه او  غوښتونکي یې ډېر...مالومه نه شوه چې موږ مسلمانان یو که دوی ؟د وطن دا نوی نسل ، دا تنکي ماشومان او ځلمیان څه ګناه لري چې د دوی له لاسه هره ورځ له وطنه کډې پر سر دلته او هلته په پردیو هېوادو کې د بې هویتئ له غمجن ناتار سره مخامخ دي ...څوک په لارو کې ورک شول ،څوک په سمندرونو کې ډوب شول ، څوک په پاکستان ، ایران ، روسیه ، ترکیه ، یونان ، ایټالیا او نورو ځایونو کې له دوزخ سره مخامخ دي او په چا باندې دلته د اروپایي هېوادو کمپونه ډک شول ...خدایه چا ته وژاړو او  له چا مرسته وغواړمه ...لویه خدایه دا د چوکۍ مافیا وشرموې او ته یې خوار او ذلیل راچپه کړې ، خپلو کې یې سره واچوې چې لکه د ګور چینچي یو بل سره وخوري .....)).هوکې ! ښاپېرۍ یې چې یو ځل بیل کړي  بیا والله کې د چا پلار یې  ودروي .په همدغو چرتونو او فکرونو کې  یوازې یم او ځان خورم  او حیران یم چې دا څه حال دی ؟ زما د اولادونو راتلونکې به څنګه شي ؟ د بېرته تګ لاره هم نه لرم .هلته په کور ـ کلي کې به فکر کوي چې پلالی خو لاړ لویدیځ ته ...ساعت یې تېر دی  ...پیسو سره لوبې کوي ...بچیان یې په ناز او نعمت کې ژوند کوي ...خو خبر نه دي چې  له یوې خوا د چا خبره ( بخور نه میر ) خیرات ته ناست یو ( د سوسیال یو څو روپیو ته ) او له بلې خوا د بې وطنۍ او بې هویتۍ او پردیتوب  په اور کې  له ټول کور او بال بچ سره سوځیږو ... ما ډېرې شپې په دې سوچو او فکرونو سهار کړې چې د بچیانو له دې ستونزو سره څه وکړم ؟دوي عجیب مجبوریت سره مخامخ دي .باید ددې خلکو ژبې او کلتور هم زده کړي ، زموږ دا پښتو او پاړسو هم زده کړي ، د اسلام او قران کریم زده کړه خو ورسره ورسره ده ، له بلې خوا باید خپل کلتور او دودونه هم زده او هم یې وپالي او دا ټول په رښتیا هم ډېر دي ، د یو ماشوم یا یو تنکي ځلمي لپاره دا ټول ډېر دي .دا یوه ستونزمنه مسُله ده .څو ورځې وړاندې بیا هم  له ښوونځي ټیلفون راغی چې زه باید د توریالي جان ټولګي ته ورشم .زړه نا زړه  ...له پوښتنو او غوښتنو ، له خبرو او نیوکو  ،شکایتونو او اعتراضو نه ډک ورغلم  کله چې د هغوی د ښوونځي ور  ته ورنږدې شوم ، نو لرې مې د خپل ځوی ښوونکې ولیده  ، هغه راته ولاړه وه چې زه لاره غلطه نه کړم .له روغبړ نه وروسته زه یې مخامخ د کمپیوټر خونې ته یووړم .په خونه کې توریالی جان  له خپلو نورو هم ټولګیانو سره ناست و  ...په ما یې چې سترګې ولګېدې   د همدې هېواد د خلکو په ژبه یې خپل ښوونکي ته وویل  چې (( دا دی اوس  به مې پلار جان تاسو ته ټولې خبرې وکړي  او ستاسو د ټولو پوښتنو ځوابونه به درکړي ...))زه هک ـ پک پاتې شوم  چې بیا څه ستونزه ده؟ په ټولګي کې دوه تنه  ښوونکي  ، یو د سایکولوژۍ او رواني چارو ښوونکی ، د ښوونځي آمره  او یو څو تنو نورو ، ټول ما خوا ته کتل .توریالي په منډه منډه ما ته څو پاڼې راوړې  او راته یې وویل : (( پلار جانه  نن زموږ آزموینه ده او هر چا نه د خپل د هېواد د بیرغ رنګ او نښان پوښتنه کوي ...ټولو له کمپیوټر نه خپل بیرغونه پرینټ کړل ، ما ډېر ولټول  ، ټول انترنیت مې پسې ولټوه خو د انترنیت په څو پاڼو کې مې اوه ـ اته رنګه بیرغونه وموندل ...زه خو نه پوهیږم ، تاسو ورته ووایئ چې د افغانستان کوم یو، ملي بیرغ او ملي نښان دی ؟ ما د خپل ځوی په سترګو کې هم خوښي ولیده او هم  ناخوښه اړتیا .خوښی خو یې دا وه چې زه یې هلته د خپل ځان په څنګ کې احساسولم او ناخوښه اړتیا یې دا وه چې د پوښتنې ځواب نه لري او له ما غواړي ورسره مرسته وکړه .دغې ناخوښۍ زما اولاد ځوراوه.هغه غوښتل د یو سم ځواب  په ورکولو سره  په ټولګي کې د هغه  سیالي ورپوره کړمه  چې دی هم لکه دا نور  خارجیان پر خپل بیرغ وویاړي .ما کاغذونه او پاڼې  ټولې وکتلې .په رښتیا هم هلته د افغانستان په نامه د ډېرو رنګونو ډېر بیرغونه ول .توریالي جان زما سترګو ته کتل  او غوښتل یې  په یو لنډ ځواب سره د هغه د هویت څرګندونه وکړم .زما ځوی زما سترګې لټولې ، ټولګي والو یې زما د خبرې انتظار درلود ، ښوونکو او ولاړو کسانو ټولو زه څارلم ...ما ځواب نه درلود .په سترګو مې توره شپه راغله ...سر مې راباندې وګرځېد ...غوښتل مې له احمد نه مرسته وغواړم او لاس یې ونیسم ، دومره پوه شوم چې رواني ښوونکي په منډه زما ځوی په غېږ کې ونیو او نور نو زه هم پوه نشوم چې څنګه ولیدلی یم ... او دا دی  ...اوس په روغتون کې پروت یم او هر ساعت  ما ته هم رواني ډاکټر راځي .

پای

کوپنهاګن ـ د ۲۰۰۲ ز کال د جون ۱۸
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ