Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > دا کوم ملي وحدت دی  

مطالب تحریری فرهنگی: دا کوم ملي وحدت دی

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حامد الوتاندتاریخ: 9/8/2014

دا کوم ملي وحدت دی         دا کوم ملي وحدت دی

 

څه چې وایم د زړه  درد دی واقیعت  دی

مونږ خپله پر ځان کړي همدغه حقیقت دی

له تبره ګیله مکړۍ دا د ونې خپل حکمت دی

 

دا کوم ملي وحدت دی

 

ستم دی که پرچم دی ،خور کړۍ یې ماتم دی

دا هر سه چې زه وایم دا هر یؤ ټکۍ سم  دی

د دوئ له  بره کته  زمونږه  دا حالت دی

 

  دا کوم ملي وحدت دی

 

داټوله ابن الوقت دي دا اوس ورته فرصت دی

که دین که آیېن دی ، مذهب که  مدنېت دی

 هر څه ورته ابزار دي نظار که جمیعت دی

 

دا کوم ملي وحدت دی

 

نه واک شته نه اختېار خپل دا څرنګه غېرت دی

د هر پردي په واک مو  دولت که حکومت دی 

دهر څارګر نوکر دی د هر په اشارت دی

 

دا کوم ملي وحدت دی

 

پردئېو باندې کړو مونږ فېصلې دا قظاوت دی

هر څه چې  پردي وایي پدې مو قناعت دی

زمونږ د هر عمل او هر کرادار دا ظمانت دی  

 

  دا کوم ملي وحدت دی

 

په هر څه کې چل ول کړي همدا يې مصلحت دی

د دوی موخه بېلوالۍ هم تجزیه ده دا ېي نېت دی

د دوی دا ورورولي دا خپلولي دا اخوت دی  

 

 دا کوم ملي وحدت دی

 

د بل په ډول نڅېږي د بل په اشارت دی

غلام د غلامانو دی له سره پرې عادت دی

همدا یې سړېتوب دی همدا یې معقولیت دی

 

داکوم ملي وحدت دی  

 

خبرې یې خوږې دي خو کار یې شرارت دی

ظاهره کې ښه ښکاري باطن یې شېطنت دی

د دوی داسې کردار د دوی داسې خصلت دی 

 

 دا کوم ملي وحدت دی

 

خبرو کې مکار دی او هم  چوتار په اخوت دی

 ورورۍ کې چل او ول کړي پلمه یې اخوانېت دی

عمل کې لوی دښمن بېا دافغان اوافغانېت دی

 

دا کوم ملي وحدت دی

 

هر څه ورته روا دي فساد ،او که رشوت دی

هر چور او هر تالان ورته حلال او غنیمت دی

بېا نوم د جهاد اخلي چې دا یې بره کت دی

 

داکوم ملي وحدت دی

 

که غل دی که یې مل دی زما کور ته آفت دی

د غلو ګټې غله ساتي څرګند دا واقیعت دی

حامده دا یې بس دي همدا یې خجالت دی 

  

 دا کوم ملي وحدت دی

 

حامد الوتاند د۲۰۱۴ ع کال د سبتمبر 5مه

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ