Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > یو څو ښکلی چلیریزیی  

مطالب تحریری فرهنگی: یو څو ښکلی چلیریزیی

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سید عبیدالله نادرتاریخ: 6/19/2014

سید عبیدالله نادر

یو څو ښکلی چلیریزیی

 

ماته ژبـــــــــــه د فریاد لـــکه بلــبل را
چوپه خوله کی په چوپتیا ویــنا د ګل را
چی محـر م شمه د ټول عالــم د زړونو
علمیـــــــــت او بصیرت د صاحـبدل را


***
معرفت کی هسی زوز تاب و تــوان را
په تیاره ګوګل کی زړه راته روښان را
چی جهان دنفرتـونوپــری بـــــــدل کړم
داسی ژبه د ویـیـلو او بیــــــــــــــان را


***

چې یو ځای نکړو نظر ، او خپل فـکرونه
لــــه کیني څخه پاک  نکړو، خپــل زړونه
دغه ستونزی چي مو مخي ته پرتــــي دي
دا به ونیسي په خوا کي ډ یر کلــــــــــو نه


***
داسی څوک نشته چي شي پوه د هر یو ګل په ژبه
په غرو رغو کې د بورا او د بلبــــــــــــــــل په ژبه
خاونده ورکړه د رازونو ، نیـــــــــــــــــازونو ژبه
چې وپوهیږي درد من، او صاحبــــــــــدل په ژبه


***

د بشر قـــافله ښکته شوه ، سپوږمئ کې
مونږ تر اوسه یــو لا پاتی، تروږمی کې
مدنیـــــــت انګازې لاړې، کهکــشان ته
مونږمشهوره د نړی شـــو ، نادانئ کې


***
هلته د علم بیــــــــړی ، د معرفت خواته ځي
دعلم و فن په رڼا، مخ په وحدت خواته ځي
دلته زمونږ، امیــــــــدونو ارمانو قـــــــــافله
تورتمو کي ده روانه جهــــــــالت خواته ځي
***

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ