Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د خوشحال بابا فکري بهیر  

مطالب تحریری فرهنگی: د خوشحال بابا فکري بهیر

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: افغان جرمن آنلاینتاریخ: 5/19/2014

 

د خوشحال بابا فکري بهیر ( ۴۰ ) غونډې راپور

د افغان ملي غورځنګ (۴۰) غونډه د نور کله په څیر دا اونۍ هم په کتاب ښار کې وشوه.

غونډه د قران کریم د ایتونو په تلاوت سره پيل شوه. په پيل کې ښاغلي نجيب الله د هېواد، سیمې او نړۍ مهمې پيښې وارولې چې تر ډيره په ټاکنو او امنیت باندې راڅرخيدلې.

له هغه وروسته استاد محمد عارف رسولي د چاپیریال ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړل.

استاد رسولي وویل چې د چاپیریال ساتنې ګټې ډيرې دي، خو د ده د يادونې له مخې، روغتیايي هغه يې ډېرې مهمې دي.

نوموړي وویل:« په افغانستان کې چاپیریال ساتنې ته نه په تېر کې پام شوی او نه اوس ورته کېږي، د چاپیریال ساتنې لپاره مهم طبيعي ځنګلونه او نورې ونې بوټي دي چې د چاپیریال په پاک ساتلو کې مهمه ونډه لري، د کابل سیند چې له پغمان څخه رابهیږي، تر دې ځایه له ځانه سره خاورې، شګې او ګاڼې راوړي او په دغه لاره کې د ځنګلونو نه شتون ددې لامل دی چې یو خو اوبه بې ځایه بهیږي او بل له یو ځای څخه بل ځای ته خاوره او کاڼې مخ په ښکته وړي.»

ښاغلي رسولي د بدخشان د ارګو پيښې ته په اشارې وویل چې ددغسې طبيعي پيښو رامنځ ته کیدل د طبعي ځنګلونو نه شتون دی او راتلونکي کې هم د دې ویره شته چې په ورته سیمو کې داسې پيښې رامنځ ته شي، هغه سیمې چې طبعي ځنګلونه نه لري.

هغه وویل، کله چې ځنګلونه وي هلته د ځمکې د اوبو جذب کم وي او ډیر ورښتونه د دې لامل کېږي چې ځمکه د اوبو د جذب توان نه لري او بالاخره اوبه د ځمکې پر سر حرکت کوي او سیلابونه رامنځته کېږي چې دغه سیلابونه د مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړوي، لکه په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې سیلابونه.

رسولي همداراز په کابل ښار کې یوې بلې مهمې موضوع ته اشاره وکړه چې په دغه ښار کې خلک د څښاک لپاره يوازې تر ځمکې لاندې اوبو څخه کار اخلي او د وخت په تېریدو د ځمکې لاندې اوبه سطحه ټيټېږي او نورې ستونزې رامنځ ته کوي.

هغه وویل چې په کابل کې د کانالیزاسیون نه شتون هم ددې لامل شوی چې په کابل ښار کې خلک له چټلو اوبو ګټه واخلي، په ښار کې هر چا د خپلې اړتیا له مخې سېپټیک کوهیان ویستلې چې غايطه مواد او نورې چټلې پکې جمع کېږي او دغه مواد ځمکه جذبوي او له پاکو اوبو سره یو ځای کېږي او هغه اوبه هم چټلوي.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې ډيری ناروغۍ د ناپاکه چاپیریال څخه دي لکه تنفسي، اسهال او نورې ډيرې ناروغۍ دي چې د ناپاکه چاپیریال څخه منځ ته راځي.د استاد رسولي له معلوماتو ورکولو وروسته د غورځنګ یو شمېر غړو پوښتنې وکړې او ځوابونه یې ترلاسه کړل.

تر رسولي صاحب وروسته ښاغلي سردار محمد سنګرمل د (حقیقت نه پټیږي) د کتاب مهم ټکي د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دغه کتاب تر ډېره بريده د حاجي مېرزاعلي خان يا ايپي فقیر د مبارزو په اړه لیکل شوی. ايپي فقیر د شلمې پیړۍ په لومړیو کې په وزیرستان کې زیږیدلی و او له اسلامي او عصري زده کړو وروسته د افغانستان بیلابیلو ولایتونو کې میشت شوی او وروسته بیا وزیرستان کې د ايپي په نوم کلي کې د مدرسې مشر و او هملته یې خلکو ته دینې زده کړې ورکولې.

ايپي فقیر د هند بریتانوي حکومت سره ډیرې جګړې کړي چې دغه جګړې یې ټولې ګوريلايي جګړې یادې شوي دي چې تر ډيره پکې بریالی و، دی په څو ځایونو کې په څو پيښو کې د بریتانویانو له محاصرې ژوندی وتلی و.

د ايپي فقیر اړیکې د هغه وخت د عدم تشدد د لاروي پاچاخان سره ډيرې نږدې وې او تر ډيره یې فکر سره یو وو، خو کله چې له کانګرس سره د پاچاخان اړيکې ډېرې نږدې شوې، نو یې اړیکې له هغه سره کمزورې شوې.

ښاغلي سنګرمل ايپي فقیر یو مبارز سړی یاد کړ خو د ده په خبره چې لازم قدر يې نه دی شوی. دا چې وخت کم و نوموړي ژمنه وکړه چې د دغه کتاب لوستل اړین دي او د غورځنګ ملګرو ته به د دغه کتاب تر څلویښتو زیات ټوکونه راولیږي.

په غونډه کې وروستی پرزنټيشن د ملي هويت په اړه و، چې استاد شريف ځدران وړاندې کړ.

استاد ځدران د ملي هویت په بیلابیلو اړخونو وغږید (( ژبې، دین، ګډې اقتصادي ګټې، ګډ تاریخ، بیرغ، کلتور، ملي جشنونه، ملي ورځې، ګډ هېواد، ګډ دښمن، او داسې نور چې د یوې ټولنې د هویت ښکاروندوی وي ملي هویت ورته وایي))

نوموړي وویل چې په افغانستان کې هر څوک اوسیږي او د دغه هېواد وګړی وي د افغان کلمه پرې اطلاق کیږي او له دې څخه د هغه شخص هویت معلومیږي.

ځدراڼ وویل چې پښتو او دري د افغانستان ملي ژبې دي خو پښتو په تیرو کلونو کې خپل مناسب ځای نه دی نیولی او دا پروسه د احمدشاه بابا له وخته روانه ده چې دري د ادارو او دربار ژبه ده.

هغه ټینګار وکړ چې هر څوک حق او مسوولیت لري چې په خپله اداره کې په خپله ژبه خبرې وکړي او له دې سره کولی شو، خپله ژبه د وخت په تیریدو نوره هم پیاوړې کړو.

له استاد ځدران وروسته ډاکټر خوشال روهي د ملي هوېت په اړه څو خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د ملت جوړونې لپاره ګډ احساس هم ډېر مهم دی او دا ګډ احساس هغه وخت ښه وده کولای شي، چې عدالت پلی شي او د هېواد هېڅ قوم په هېڅ برخه کې د محروميت احساس ونه کړي. د پښټو ژبې په اړه ده وويل، چې په لومړي ځل د پښتو ژبې د ملي ارزښت مسآله علامه محمود طرزي مطرح کړه او بيا د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال نسبتاً منظم کار ورته پيل شو او له هغه وختت راهيسې يې د پام وړ وده کړې، خو دا وده کافي نه ده او پښتانه لا هم په دې برخه کې د محروميت احساس کوي.

غونډه د ډاکټر خوشال روهي په دوعايي پای ته ورسیده.

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ