Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان  

مطالب تحریری فرهنگی: یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 1/3/2014

 

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

زه پښتون که پشيي یم

که ایماق نورستاني یم

هزاره او که تاجک یم

که ازبک نورستانی یم

دا وطن شریک وطن دی

زمونږ روح دی زمونږ ځان

یو افغان یو افغان تل افغان تل افغان

لغمانی که کابلی یم

مزاری که بدخشی یم

دقندهار که دفراه یم

د تخار که پنجشیری یم

زمونږ وینه ده شریکه

یو دخاوری وارثان

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

د میرویس نیکه بچیان یو

په حمت دخوشالخان یو

لرو جاله دبازانو

طور یالي یو ننګیالیان یو

خپل بیرغ مو لوړ ساتلی

اتلان یو دمیدان

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

مونږ دسولی مینان یو

مونږدشمعې پتنګان یو

مونږ د جنګ ختمول غواړو

صادقان یو عاقلان یو

دحفیظ ملیار ګلشن  دی

داښایسته افغانستان

یوافغان یوافغان تل افغان تل افغان

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ