Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > سلام سلام  

مطالب تحریری فرهنگی: سلام سلام

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 4/13/2013
 

 

سلام سلام

 

سلام    سلام   افغانستان  ته

زمونږ  روح  زمونږه ځان  ته

زمونږ   ژوند  زمونږ  عزت ته

خپل   ګلاب   ګلاب   جانان  ته

دا  وطن  مو د بابا دی

د خوشال او احمدشاه دی

د  ملالې  یو  ټپه  ده

دا  مو بام د اسیا دی

 

را  ولاړ  او  لاس په  نام   شۍ

لوړ   شمله د  میرویس خان  ته

خپل    ګلاب  ګلاب   جانان   ته

سلام    سلام   افغانستان    ته

مست  سیندونه چمنونه

واړه دشتې واړه غرونه

طبیعت په مونږه ویاړي

ډک  کانونه   معدنونه

 

هر   خوا   ګورۍ    افغانانو

د     ګلانو    ګلستان    ته

خپل  ګلاب   ګلاب   جانان  ته

سلام   سلام   افغانستان  ته

ننګرهار که بدخشان دی

قندهار او که لغماندی

په ملي وحدت  جوړیږي

پکتیااوکه بامیان دی

 

زه حفیظ   ملیار  کړم   فخر

د    کابل  دا شین اسمان  ته

خپل    ګلاب   ګلاب   جانان  ته

سلام   سلام   افغانستان     ته

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ