| AFGHAN GERMAN ONLINE http://www.afghan-german.de http://www.afghan-german.com |
| |
|
| نویسنده/ارسالی: دکتور صادق نورزی | تاریخ: 5/13/2017 |
| یادونه
پسرلۍ راغۍ سره ګلونه می یادیږی سپینی واوری بارانونه می یادیږی
تیرسوژمۍ پسرلۍ او خوشحالی ده زمونږ د واورو ډک بامونه می یادیږی
چی رایاد کړمه پغمان او قرغه دواړه دکابل د سند موجونه می یادیږی
چی سهار به د ښونځی پر لوری تلمه د ښونځی هغه درسونه می یادیږی
دی هیواد کی خو نه ژمۍ نه پسرلۍ شته هغه زمونږ څلور فصلونه می یادیږی
دتوتانو ښی میلۍ کله هیریږی خټکۍ او پا لیزونه می یادیږی
په انارو او انځورو کی ډیر خوند دۍ دمڼو ډک شنه باغونه می یادیږی
د انګورو صفت څنګه درته وکړم هم خواږه اوډیررنګونه می یادیږی
د لاله توصیف قلم باندی نه کیږی لاله زار او شنه دښتونه می یادیږی
که خدای کاندی خا ما خاهیواد ته ځمه دځوانۍ هغه وختونه می یادیږی
چی هیواد نه مسافر شی هیواد خوږ سی زمونږدخلکو رواجونه می یادیږی
داکتر صادق هالند ۰۵-۰۵-۲۰۱۷
|
|
|
افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ |
|
|