| AFGHAN GERMAN ONLINE http://www.afghan-german.de http://www.afghan-german.com |
| |
|
| نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیار | تاریخ: 11/26/2014 |
|
ارمانونه لرم د شاعر زړه یمه داغونه لرم پټ په ځیګر کې خپل دردونه لرم
په خپلو وینو وینځل کیږمه زه... افغانستان یمه زخمونه لرم
ګل او بلبل مې تنده ماته نکړه له شهیدانو ډک قبرونه لرم
په وچو شونډو کې مسکانه وینم هره خوا څیری ګریوانونه لرم
کوم جادوګر مونږه نظره کړلو د محبت پر ځای جنګونه لرم
زما د حسن شاعری ونشوه حفیظ ملیاره ارمانونه لرم
|
|
|
افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ |
|
|